د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۸

د افغانستان د انتخاباتو په اړه باید په څه پوه شئ؟


د افغانستان د جمهوري ریاست تر انتخاباتو کم وخت پاتې دی.

انتخابات د حمل د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل له پینځمې سره برابریږي.

د ولسمشرۍ لپاره اته تنه کاندیدان دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزی، عبدالرب رسول سیاف، زلمی رسول، محمد شفیق (ګل اغا) شیرزی، هدایت امین ارسلا، محمد داود سلطان زوي او قطب الدین هلال کاندیدان دي.

د افغانستان د اساسي قانون د حکم پر اساس، هر یوه د خپلې کاندیدۍ د اعلان په ورځ خپل مرستیالان هم ولس ته ور معرفي کړل.

دری کاندیدان: عبدالقیوم کرزی، عبدالرحیم وردګ او سردار محمد نعیم د نورو په ګټه تیر شول.

کاندیدانو حق درلود، چې لس میلیونه افغانۍ په خپلو انتخاباتي کمپاینونو مصرف کړي.

په افغانستان کې څه باندې دولس میلیونه وګړي د رايې ورکولو په شرایطو برابر دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون د دوشنبې تر ماښانه څه باندې درې اعشاریه اته میلیونه د رایو کارتونه ویشلي وو. پینځه دیرش فیصده نوي کارتونه ښځو اخیستي دي.

د کمیسون په وینا، له ۲۰۰۸ (م) کال راهیسې په مجموعي ډول اولس اعشاریه اته میلیونه کارتونه ویشل شوي دي.

په دې کې هغه کارتونه هم شاملیږي، چې په تیرو انتخاباتو کې په بهرنیو هېوادو کې د میشتو افغانانو په ګډون، خلکو ته ورکړل شوي او د اعتبار وړ دي.

د قانون پر اساس، د ښځې او نارینه راييه فرق نه لري.

کمیسون په ابتدا کې ویلي وو، چې د انتخاباتو په ورځ یې د راییو لپاره د شپږ زره، اته سوه او پنیځه څلویښت مرکزونو پرانیستلو ته تیاري نیولې ده.

دا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د ولسمشر د ټاکلو لپاره دریم وار انتخابات دي.

د افغانستان په خونړي معاصرتاریخ کې به دا اول وار وي چې قدرت په سوله ییز ډول او د عمومي انتخاباتو له لارې له یوه حکومته بل ته انتقالیږي.

د افغانستان د اساسي قانون د دریم فصل د یو شپیتمې مادې پر اساس، د جمهور ریس حامد کرزي کاري موده، د حکومت د پینځم کاري کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.

د قانون له مخې، د جمهور ریس د کار تر پای ته رسیدو دیرش الی شپيته ورځې مخکې باید د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات وشي.

د افغانستان اساسي قانون، د فرانسې د قانون په څير حکم کوي چې که په اوله مرحله کې یو کاندید تر پينځوس فیصده زیاتې رايې ونه ګټي، د نتایجو تر اعلان وروسته باید په دوو اونیو کې بیا انتخابات وشي.

د اساسي قانون د دوشپیتمې مادې د دریم بند پر اساس، هیڅ څوک نه شي کولای چې دوه وارې پرله پسې ځان کاندید کړي.

په افغانستان کې شاهي سیسټم د محمد ظاهر په دوره کې ختم شو.
XS
SM
MD
LG