نن د اپریل لمړۍ نېټه ده.
له ډيرو پخوا زمانو د نړۍ د ځينې اروپايي هېوادو خلک د اپریل په لومړۍ نېټه له خپلو دوستانو یا کورنیانو سره د ملنډو؛ ټوکو یا د هغوی د ځورولو لپاره ښايي داسې کارونه کوي چې توقع یې نه کیږي.
دا خبره اوس د فیس بوک، ټویټر او یو شمېر نورو انټرنټي پاڼو له لارې حتی تر افغانستانه هم رسیدلې ده.
ښايي بده نه وي چې په دې وپوهیږو چې د اپریل لومړۍ ته ولې او له کومه راهیسې د اپریل د ساده ګانو یا اپریل فوول (April Fool) ورځ ویل کیږي؟
بدبختانه، د دې سوال دقیق ځواب موندل ښايي سخت کار وي؛ ځکه لږترلږه د څو پيړو وړاندې خبره ده.
د اپریل د ساده ګانو ورځ یا (April Fool) د مختلفو هېوادو خلکو د خپلو ولسي انګیرنو او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې له متفاوتو پيښو سره تړلې ده.
د یو شمیر انګلیسانو په باور، د دې ورځې تاریخي ریښې د څوارلسمې پيړۍ په پيل کې د کانتربوري افسانو (The Canterbury Tales) ته رسیږي.
دا افسانې د جفري چاوسر (Geoffrey Chaucer) په نوم له یوه بریتانوي لیکواله پاتې دي چې؛ د انګلستان د ادبیاتو پلار هم ګڼل کیږي.
په دې افسانو کې د اپریل لومړۍ ورځ د انګلستان د پاچا دوهم ریچارډ له دواده سره تړل شوې ده.
دوهم ریچارډ د څوارلسمې میلادي پيړۍ په وروستیو کې د انګلستان پاچا و؛ دی د لسو کلونو و، چې پلار او کاکا ګان یې یو په بل پسې مړه شول او د پاچاهۍ تاج ورپه سر شو.
دوهم ریچارډ د خپل قلمرو د پراخولو او د سیمې له قدرمتندو پاچاهانو سره د اړیکو د ښه کولو په خاطر د فرانسې د پاچا پینځم چارلس له اووه کلنې لور ایزابیل سره واده وکړ.
د کانتربوري په افسانو کې ویل شوي چې؛ د دوهم ریچارډ او کوچنۍ شهزادګۍ ایزابیل واده د مارچ د میاشتې په دو دېرشمه شوی؛ خو حقیقت دا دی چې په کلیزه کې د مارچ دو دیرشمه نیټه نشته.
د مارچ میاشت یودیرش ورځې لري او دو دیرشمه ورځ د اپرییل لومړۍ نېټه ګڼل کیږي.
د فرانسې خلک بله کیسه لري.
فرانسویانو پخوا، د خپل دود له مخې نوی کال د مارچ د میاشتې په پای کې لمانځل.
په شپاړسمه میلادي پيړۍ کې د فرانسې یوه پاچا نهم چارلس حکم وکړ چې؛ فرانسویان به تر دې وروسته نوی کال د جنورۍ په لومړۍ ورځ لمانځي.
خو د پاچا تر دې حکم کلونه کلونه وروسته هم یو شمېر داسې فرانسویان وو چې؛ نوی کال به یې د مارچ د میاشتې په پای کې لمانځل.
نورو خلکو به دوی ته د (ساده ګانو) خطاب کاوو او له هغې زمانې یې په خپل باور د (ساده ګانو) د نوي کال ورځ چې د اپریل لمړۍ ده؛ د ټوکو لپاره غوره کړه.
هالنډ د شپاړسمې پيړۍ په نیمايي کې له هسپانوي عسکرو سره تر سختې جګړې وروسته د دن بریل (Den Briel) ښار ونیو.
هالنډي عسکرو د اپرییل پر لومړۍ نېټه د هسپانیې پر وړاندې خپل بری اعلان کړ او دا ورځ یې د ماتې خوړلو او زده – زخمي هسپانوي عسکرو په اړه د ملنډو په نوم کړه.
داسې هم ویل کیږي چې، د روم یوه امپراطور (کنستنتاین) د اپریل په لومړۍ، د روم د امپراتورۍ تخت او تاج د یوې ورځې لپاره یوه عادي سړي ته وسپارل.
(کنستنتاین) ویلي وو: دا د اپریل فوول امپراطور دی.