د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

زلمی رسول او ګل اغا شیرزی نغدي جریمه شول


د افغانستان د انتخاباتي شکایتو کمېسیون د جمهوري ریاست دوه کاندیدان زلمی رسول او ګل اغا شیرزی په کمپاینونو کې د سرغړونې له امله نغدي جریمه کړل.

د دې کمېسیون چارواکي وايي، چې یوه کاندید له دولتي امکاناتو ګټه اخیستې او بل یې یوه بل کاندید ته سپکې سپورې ویلي.

بل خوا د یادو کاندیدانو استازي د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دغه پریکړه غیرعادلانه بولي.

د انتخاباتي شکایتو کمېسیون یو ځل بیا په یوې علني جلسه کې د انتخاباتي کمپاینونو د سرغړونې لس قضیې وڅیړلې او د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو په اړه یې پریکړې اعلان کړې.

د دې کمېسیون رییس عبدالستار سعادت د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د جمهوري ریاست شپږو کاندیدانو په انتخاباتي منډو ترړو کې له انتخاباتي مقراراتو او اصولو څخه سرغړونه کړې چې دوه تنه یې په نغدي جریمه محکوم شول.

ښاغلي سعادت وویل، چې زلمي رسول له دې امله دوه لکه افغانۍ جریمه کیږي چې په کندهار او پکتیا ولایتونو کې له دولتي امکاناتو څخه ناوړه استفاده کړې او خلک یې په زور سره د خپل کمپاین غونډې ته بللي:

″د کندهار په قضیه کې په خلکو فشار اچول شوی، چې دغه شکایت د خلکو له خوا و، د بل هیڅ کاندید له خوا نه دی مطرح شوی، چې ښاغلي زلمي رسول ۶۸ مادې د شلم او پنځ بند او د۶۹ مادې د دولسم بند له مخې په سل زره افغانۍ نغدي جریمې په مجازات محکوم شو، بل د پکتیا په قضیه کې هم په سل زره افغانۍ نغدي جریمې محکوم شو، چې دواړه دوه سوه زره افغانۍ کیږي.″

ښاغلي سعادت همدارنګه ګل اغا شیرزی یوه بل کاندید ته د سپکاوي له امله یو لک افغانۍ جریمه شو.

له دې سربېره د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون شنبې د ورځې په علني جلسه کې د جمهوری ریاست د نورو کاندیدانو عبدالله عبدالله، عبدالرسول سیاف، قطب الدین هلال او داود سلطان زوی د سرغړونو دوسیې هم وڅیړلې.

ښاغلي سعادت اعلان وکړ، چې دغه کاندیدان په ښارکې په ځینو غیر مناسبو ځایونو کې دعکسونو او پوسټرونو په نصبولو او د انتخاباتو کمیسیون ته د خپل مالي راپور په ځنډولو تورن شوي دي.

د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي شکاتتونو د کمیسیون په علني غونډه کې د ځینو کاندیدانو استازي هم شامل وچې په خپل لوري لګیدلي تورونه یې ردول.

د زلمي رسول یوه استازي د انتخاباتي شکایتونو پریکړه رد کړه او په دې اړه یې وویل:

″ستاسو په ذهن کې نه باید داسې تصویر شي چې د پکتیا والی د زلمي رسول په ګټه کمپاین کړی، که چېرې والي صاحب د کمپاین غونډې ته راغلی وي دا دهغه خپل احساسات دي او هغه یو حقیقي او حکمي شخص دی.″

له دې نه وړاندې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست یو بل کاندید اشرف غني احمدزی له دوو دولتي موټرو څخه د استفادې په تور جریمه کړی و، چې د اشرف غني د کمپاین مسوولین دا تور رد کړی و.

د جمهوي ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو کمپاینونه مخ په ختمیدو دي.

که څه هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې په دې بهیر کې په سلګونو شکایتونه ور رسیدلي دي، خو یوازې د جمهوري ریاست څو تنه کاندیدان نقدي جریمه شوي، خو په لسګونو کسان د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له لست څخه ویستل شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG