د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

دلیل: د انتخاباتو په ورځ به په هېواد کې روغتیايي مرکزونه پرانیستي وي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په ورځ به په هېواد کې روغتیايي مرکزونه پرانیستي وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د رایې ورکولو په ورځ به ټول روغتیایي مرکزونه د سهار له اوو نیمو د ماذیګر ترڅلور نیمو بجو د خلکو په خدمت کې وي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې که د انتخاباتو په ورځ کومه امنیتي پيښه هم کیږي نو دوی پوره چمتوالی ورته لري:

″د عامې روغتیا وزارت د انتخاباتو په ورځ ځان د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مکلف بولي.

د شنبې په ورځ به چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ورځ ده ټول روغتیایي مرکزونه په مرکز او ولایتونو کې د سهار له اوو نیمو د ماذیګر تر څلورنیمو پرانیستي وي.

که خدای مه کړه کومه ناڅاپي پيښه هم رامنځ ته کیږي موږ د درملو، ریزرف شویو بسترونو او امبولاسونو په برخه کې چمتو یو.″


نوموړې په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې خلک اندیښمن دي چې هسې نه د انتخاباتو په ورځ وسلوال مخالفین داسې حملې وکړي چې خلکو په کې مرګ ژوبله ورسیږي.

ځیني چارواکي وايي، چې د انتخاباتو په رانږدې کېیدو سره وسلوالو مخالفینو حملې زیاتې کړي دي.

خو د کابل یو شمېر اوسیدونکي له وسله والو مخالفینو غواړي څو خلکو ته اجازه ورکړي چې د انتخاباتو په ورځ خپله رایه وکاروي.

سره له دې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې امنیتي ستونزو یو شمېرخلک اندیښمن کړي خو امنیتي ارګانونه تل ډاډ څرګندوي چې د دې انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره پوره چمتووالې لري.

د راتلونکې شبنې په ورځ به د افغانستان خلک د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي ترڅو خپل جمهور رییس او د ولایتي شوراګانو غړي وټاکي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG