د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

سیاف: د اسلامي نظام قایمول مې لومړنې ژمنه ده


راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالرب رسول سیاف د خپلو کمپایني هلوځلو په دوام کې د سې شنبه په ورځ د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د ختیځې سيمې په زرګونو خلکو ته وینا وکړه.

په دغه غونډه کې استاد عبدالرب رسول سیاف د جهاد د دورو پر لاسته راوړنو خبرې وکړې او خلکو ته يې ژمنه ورکړه، چې دی به واک ته رسیدو سره د جهاد لاسته راوړنې ساتي او یو اسلامي نظام به قایموي:

"زما وعده عزیزانو تاسو سره دا ده، چې زه به کوښښ کوم، چې دلته به هغه نظام په پښو دروم، چې ستاسو پلرونه او شهیدان يې په ارمان تيرشوي او تاسو سره هم دا ارمان همداسې غوټه پاتې دی."

استاد سیاف وویل، واک ته د رسیدو سره سم به له همسایه هېوادونو څخه به هغه افغان کډوال هېواد ته راستانه کړي، چې اوس هلته له ذلت نه ډک ژوند کوي:

"موږ دې ته هم ژمن یو، چې خپل محاجرین،چې اوس په ذلت بار ژوند کې کله په تاڼه کې پراته وي او کله بل ځای کې که موږ ته د خدمت کولو زمینه برابره شوه، دا محاجرین به په عیزت سره خپل هېواد ته ستانه کړو"

دا رنګه د استاد عبدالرب رسول سیاف د کمپاین مسول او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار له خلکو وغوښتل، چې په راتلوونکو ټاکنو کې دې استاد سیاف ته رایه ورکړي.

په دې غونډه کې د ختيځو ولایتونو د زرګونو خلکو سربیره د ننګرهارد محاجرینو رييس او د ننګرهار ولایت اداري مدیرهم په دې کمپایني غونډه کې ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې د راتلوونکې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG