د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

د انتخاباتو د امنیت په اړه د افغانستان دفاع وزارت ډاډ


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره یې په ټول هېواد کې څه باندې شپیته زره اضافي سرتیري ځای په ځای کړي دي.

د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو لپاره د کمانډو خاص ځواکونه هم ځای په ځای کړي دي.

دفاع وزارت له ټولو افغانانو وغوښتل، چې په انتخاباتو کې د ګډون په وسیله خپل ملي مسئولیت ادا کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته په نږدې کیدو، امنیتي چارواکو یو ځل بیا ډاډ څرګند کړ چې د دې بهیر د خوندیتوب لپاره یې ډیر کارونه کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، افغان امنیتي ځواکونه تر خپلې وسې پورې هڅې کوي، چې انتخاباتو ته آرامه فضا برابره کړي.

جنرال عظیمی د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د حکومت د وسله والو مخالفینو خنډونه به ددې اننتخاباتو مخه ونه نیسي.

نوموړي وویل، چې د امنیتي ګواښونه د د فع کیدو لپاره یې په ټول هیواد کې څه باندې شپیته زره اضافي سرتیري ځای په ځای کړي دي:

″موږ بشپړ چمتوالی نیول، په ټول هېواد کې زموږ قطعات ځای پرځای شوي دي، په ټول هېواد کې څه باندې شپیته زره ځواکونه نوي ځای په ځای شوي او نوې موضع ګانې یې نیولي.

زموږ کمانډو ځواکونه هم د هېواد په سطحه هغو ځایونو کې ځای په ځای شوي، چې ضرورت وو ورته، موږه ټوله وړتیا کارولې ترڅو وکولای شو انتخاباتو ته خوندي فضا رامنځ ته کړو.″


عظیمي همدا راز وویل، چې د انتخاباتو په ورځ به د هېواد ټول ۳۵۲ زره ځواکونه هم د امنیت په ټینګښت کې دخیل وي.

د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته درې ورځې پاته دي او له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت وویل، چې دوی د رایه ورکونې په نوي فیصده مراکزو کې امنیت ټینګ کړای شي.

په ټول افغانستان کې د رایه ورکونې لپاره ۶۷۷۵ مرکزونه مشخص شوي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د امنیتي ګواښونو له امله به یوازې په ۷۴۸ مرکزونو کې انتخابات ونه شي.

د دفاع وزارت د ځمکنیوځواکونو قومندان ډګر جنرال مراد علي مراد هم د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکړ، خو وې ویل چې افغانان باید په ډیره لیوالتیا په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي:

″دا ریښتیا ده چې د افغانستان خلک زیانمن شوي او زیانمن دي، خو د نوم لیکنې مرکزونو که د شپې تر دولسو بجو هم کار وکړي، د ستړیا احساس نه کوي، زه تاسو ته دا ډاډ هم درکولای شم ، چې د افغانستان د ملي اردو یوازنی دین او مسئولیت دادی چې انتخابات خوندي کړي.″

د امنیتي چارواکو له خوا دا ډاډ په داسې حال کې ورکول کیږي، چې په تیرو دوو اونیو کې په کابل کې څلور ډله ییزې حملې وشوې.

د افغانستان امنیتي مسئولینو وویل، چې د ورته حملو تر شا د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس دی او هدف یی دادی چې د خلکو په منځ کې ویره خپره کړي.

د ناټو د عمومي منشي په ګډون، ځینو نورو بهرنیو ډیپلوماتانو هم د انتخابات د افغانستان لپاره مهم بللي او غوښتنه یې کړې چې افغانان باید برخه په کې واخلي.


راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG