د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د پکتیا قومي مشر پاچاخان ځدراڼ له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ


د ولسي جرګې یوه پخواني غړي او د پکتیا قومي مشر پاچاخان ځدراڼ د جمهوري ریاست له کاندید اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.

په داسې حال کې چې د انتخاباتي کمپاینونو یوازې څو ورځې پاتې دي، د جمهوري ریاست له یوه او بل کاندیده د ملاتړ د اعلانولو لړۍ روانه ده.

په دې سلسله کې د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې یوه پخواني غړي او د پکتیا یوه قومي مشر پاچاخان ځدران له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي په کابل کې د پکتیا د لسګونو نورو قومي مشرانو په یوه غونډه کې وویل، چې اشرف غني د ولسمشرۍ څوکۍ ته وړ کس دی:

″د ستونزو د حل لپاره زه په خپل ټیم، لویې پکتیا، ځدراڼو او ولس د دې غږ کوم، چې اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړئ که دا سړی کامیاب شي نو د افغانستان مشکل به نور حل شي او د دې سړي په بریا دا ستونزې حل کیږي.″

پاچاخان ځدراڼ په دوه زور لومړي کال کې د طالبانو د نظام له پرځیدو وروسته د بن د کنفرانس غړی و.

نوموړي په هغې غونډه کې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د روم د پروسې استازیتوب کاوه.

ښاغلې پاچا خان په تیره دوره کې په ولسي جرګې کې د پکتیا د خلکو استازی پاتې شوی.

په دې غونډه کې حاجې بخمل د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم په استازیتوب له باچا خان ځدراڼ څخه مننه وکړه او ورته یې ډاډ ورکړ چې ددې ټيم د بریا په صورت کې به دده شمله هسکه وساتي:

″زه د اشرف غني احمدزي د ټیم په استازیتوب له باچا خان ځدراڼه مننه کوم او انشا الله لکه څنګه چې په قومونو کې دده شمله لوړه ده.له دې ملاتړ څخه وروسته به دده شمله نوره هم اوچته وي.″

له دې وړاندې د لویې پکتیا نورو قومونو هم له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړی او اشرف غني احمدزي هم د خپلو کمپایني سفرونو په لړ کې د پکتیا او خوست ولایتونو ته سفرونه وکړه او ددې ولایتونو اوسیدونکو ته یې خپل کاري پلانونه بیان کړٍي.
XS
SM
MD
LG