د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

هلال: یو شمېر دولتي چارواکي د انتخاباتو په کمپاینونو کې غیرقانوني لاسوهنې کوي


د جمهوري ریاست یو کاندید قطب الدین هلال ادعا کوي، چې ځیني دولتي چارواکي د یوه او بل کاندید په ګټه کار کوي.

قطب الدین هلال چې په کابل کې یې خپلو پلویانو ته خبرې کولې له حکومته وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدام پورته کړي.

په داسې حال کې چې د ولایتي او جمهوري ریاست کاندیدانو انتخاباتي مبارزې په وروستۍ اونۍ کې دي، د ولسمشرۍ یوه کاندید قطب الدین هلال له حکومته وغوښتل چې د شفافو انتخاباتو لپاره دې په انتخاباتو کې د هرډول لاس وهنو مخنیوی وکړي.

قطب الدین هلال چې د یکشنبې په ورځ یې د کابل د چهلستون په سیمه کې سلګونو پلویانو ته خبرې کولې وویل، چې د یو شمېر دولتي چارواکي همدا اوس د انتخاباتو په کمپاینونو کې غیر قانوني لاسوهنې کوي:

″همدا اوس په انتخاباتي کمپاینونو کې مداخلې دوام لري.ځینې وزیران،ځیني والیان او ځیني قوماندان په پراخه اندازه په دې مداخلو مصروف دي او د یوه او بل کاندید په ګټه کار کوي چې دغه کار یې غیر قانوني ده، زه د ښاغلي جمهور ریس څخه غواړم چې د دې کار مخه ونیسي.″

هلال له طالبانو وغوښتل، چې د انتخاباتو پروسه دې نه دي ګډوډوي او خلک پریږدي چې برخه پکې واخلي.

د نوموړي په ملاتړ غونډه کې د ګلبدین حکمتیار زنده باد نارې هم وهل کیدې.

حکمتیار چې له دولت سره په جګړه بوخت دي په راتلونکو انتخاباتو کې یې له هلال څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

قطب الدین هلال لومړنې کاندید نه دی، چې په دې اړه خپله اندیښنه ښیي بلکې له دې وړاندې ځینو نور کاندیدانو هم په انتخاباتي کمپاینونو کې د دولتي امکاناتو په کارولو اندیښنه ښودلي.

خو حکومت تر اوسه کوم لوړ پوړی چارواکې په دې مداخلو نه ده تورن کړی او نه یې هم څوک له دندې ګوښه کړي.

یوازې د کورنیو چارو وزارت د کمپاینونو په پیل کې د پولیسو د شاوخوا لسو چارواکو دندې ځنډولې وې.

بل خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، چې که هر کاندید د حکومتي کسانو د مداخلې په اړه کوم شواهد او اسناد لري دوی ته یې دې وسپاري:

″موږ له ټولو کاندیدانو غوښتي چې موږ ته ثبوت او شواهد وړاندې کړي ترڅو موږ دا شواهد او مدارک د جمهور ریس سره شریک او عملا اقدام وشي.

خو د ا کاندیدان چې مطبوعاتي خبرې کوي تر اوسه یې موږ ته هیڅ ډول شواهد او ثبوت نه دي ارایه کړي.″


هغه وویل، د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون په همدې موخه جوړ شوی چې دا شکایتونه وڅیړي.

که څه هم انتخاباتي کمپاینونه مخ په ختمیدو دي خو اکثره خلک د انتخاباتو له کمیسیون او حکومت څخه غواړي چې د رایې ورکولو په ورځ او له هغې وروسته د دولتي چارواکو د لاسوهنې مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG