د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي په خاطر یو شمېر ناظرینو ته عامه پوهاوی


دغه یو ورځينی ورکشاپ،هغو پنځوس تنو ځوانو ناظرینو ته د ننګرهار ولايت د ځوانانو چارو په امريت کې د پژواک اژانس په تخنيکي مرسته ورکړل شو، چې راتلوونکو ټاکنو څخه د نظارت لپاره د ځوانانو امریت له خوا غوره شوي.

د دې ورکشاپ یو تن استاد او د پژواک خبري اژنس خبریال محبوب شاه محبوب ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دې کنفرانسه يې موخه یادو ځوانو هلکانو او نجونو ته د ولسي خبریالۍ په برخه کې د معلوماتو شریکول دي، ترڅو له ټاکنو څخه د نظارت پر مهال درغلۍ د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو له لارې خپاره او چارواکي ورته ځير کړي:

"نن د ځوانانو چارو په امریت کې هغو ځوانانو ته، چې شمېر يې پنځوس تنو ته رسیږي، چې په دې کې نجونې او هلکان دواړه شامل دي، د پژواک په تخنيکي همکارۍ په ټاکنو کې د درغلۍ د مخنیوي په خاطر یو ورځينی ورکشاپ ورکړل شو، چې دوی څنګه کولای شي په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي، دوی به د ولسي خبریالانو په څيرکار کوي او له نورو رسنیو سره به هم اړیکه ساتي، ترڅو د درغلۍ په صورت کې معلومات له نورو سره شریک کړي."

دا، چې دغه عامه پوهاوی د ځوانو ناظرینو لپاره څومره ګټور و، په دې اړه یو څو تنو ځوانانو وویل،چې دوی اوس په دې پوه شو، چې څنګه به د ټاکنو پرمهال د درغليو مخه نیسي او څنګه به د درغلۍ اسناد د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو له لارې چارواکي خبروي:

"تمنا یم د جلال اباد ښار اوسیدونکې، د دې ورکشاپ یو تن ګډونواله په دې ورکشاپ کې موږ ته د ولسي خبريالۍ په اړه معلومات راکړل شول، چې د ټاکنیزو مرکزونو څخه به نظارت کوم او که درغلۍ موجودې وې هېوادوال به پرې خبروم، موږ ته دا معلومات هم راکړل شول، چې د نظارت په وخت کې باید تخنيکي شیان وګورو، لکه رنګ پاڼې او نور په همدې ترتیب دا به هم ګورو، چې څوک په زوره د یوه چا په ګټه رایي ورکولو ته مجبوره نه شي.

صباوون صادق: که څه هم امنيتي ننګونې به وي، خو زه غواړم، چې هم خپله په ټاکنو کې برخه واخلم او دارنګه دغه د نظارت دنده، چې موږ ته سپارل شوې په سمه توګه به يي سرته رسوم."

ځوانو ناظرینو له عامو خلکو هم وغوښتل، چې په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دې په خپله خوښه رایه ورکړي او هڅه دې وکړي، چې د درغلۍ په مخنیوي کې دې ناظرین او رسنۍ خبرې کړي،تر څو شفافې ټاکنې ترسره شي.

ننګرهار : شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG