د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

د پاکستان له خاورې د بریدونو د زیاتېدو په اړه د افغان حکومت اعتراض


په پام کې ده چې افغان حکومت د پاکستان له خاورې د زیاتېدونکو حملو په وړاندې د دې هېواد حکومت ته خپل اعتراض واوروي.

په دې اړه پرون د ملي امنیت شورا په غونډه کې بحث وشو. د ملي امنیت شورا په غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره د افغان وسله والو ځواکونو ترمینځ همغږي پیاوړې شي.

کابل پر سرینا هوټل له برید وروسته اسلام آباد د افغانستان په ناامنه کولو تورن کړ او د ملي امنیت عمومي ریاست د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره د سرینا په حمله کې په لاس لرلو تورنه کړه، خو پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سرحد له بلې غاړې د تروریستي حملو د زیاتېدو په خاطر د افغانستان اعتراض د پاکستان د سفیر له لارې د دې هېواد چارواکو ته ورسوي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي دي، چې د پرونۍ غونډې یوه برخه په همدې اړه بحث ته ځانګړې شوې وه او د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي د هغه څه په خاطر چې ده سرحدي سرغړونې او په تېره د ډیورنډ کرښې له هغې خوا د حملو زیاتېدل وبلل سخته اندېښنه څرګنده کړه.

داودزي ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو سیستماتیکې او منظمې حملې شوې دي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم د پاکستان پراستخباراتو تور ولګاوه چې د نوروز په شپه د کابل پرسرینا هوټل په برید کې یې لاس لاره.

د شنبې په ورځ مسوولو امنیتي چارواکو د ولسي جرګې په غونډه کې پاکستان ته ګوته ونیوه ویې ویل چې دا هېواد غواړي افغانستان ناامنه کړي. د ملي امنیت سرپرست عمومي رییس رحمت الله نبیل د ولس استازو ته په وینا کې وویل:

″یو بل کار چې دښمن په تېره پاکستان پیل کړی له انتخاباتو وروسته د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې دي.

کره اسناد لرو چې د پاکستان استخباراتي اداره او ځینې نور ګروپونه لګیا دي په انتخاباتو کې د ګډوډۍ د رامینځ ته کولو په مقصد کارتونه چاپوي څو د انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوي.″


خو پاکستان دا او د افغانستان نور ټول پخواني تورونه رد کړي دي.

په افغانستان کې وروستۍ امنیتي پېښې له هغو مسایلو څخه وې چې ولسمشرکرزي د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر جان کري سره هم پر ټلفون خبرې پرې وکړې.

د جمهوري ریاست د بیان له مخې ښاغلي کرزي په دې خبرو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ته وویل، په کابل کې وروستۍ حملې ډېرې پېچلې وې، ځکه د بهرنیو استخباراتي ادارو لاس پکې و.

په بیان کې راغلي چې ښاغلي کري د پاکستان له صدراعظم سره د افغانستان د سولې په اړه د خپلو وروستیو خبرواترو جزییات افغان ولسمشر ته ورکړل خو بیان زیاتوي چې ولسمشرکرزي کري ته ویلي چې د افغانستان د سولې په وړاندې خنډونه په سیمه کې د امریکا د متحدانو له خوا رامینځ ته کېږي
XS
SM
MD
LG