د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

صدیقي: پر کابل د وسله والو په پروني برید کې ۲ ملکیان وژل شوي


د جمعې په ورځ وسله والو په کابل کې بله حمله وکړه او دا ځل یې د درېیمې کارته په سیمه کې یومېلمستون چې اکثره بهرنیان او د موسسو کارکوونکي په کې اوسیږي، تر هدف لاندې ونیوه.

افغان امنیتي ځواکونو د جمعې په شپه وویل؛ د شپږمې ناحیې په یوه میلمستون باندې پنځه تنه ځان وژونکي حمله کوونکي وژل شوي او سیمه افغان امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې راوستي ده.

پولیس وایي، د جمعې په ورځ پنځه تنه ځان وژونکې د سولې د بنیاد میلمستون ته ورنږدی شول؛ لومړی یې په دروازه کې په چاودېدونکو موادو بارو موټر وچاوه او څلور تنه یې ودانۍ ته ننوتل.

په چاودنه کې یوه افغانه لاروۍ ښځه او د میلمستون یو موټر چلوونکی ووژل شول. امنیتي ځواکونو سمدستي ساحه محاصره کړه او د وسله والو د له منځه وړلو لپاره یې عملیات پیل کړل.

امنیتي ځواکونو له میلمستون څخه بهرنیان وایستل؛ د حملې او عملیاتو په جریان کې بهرنیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د پیښي په اړه وویل:

"ټول تروریستان له منځه یوړل شول. په خواشینۍ سره چې د تروریستي حملې پر مهال دوه تنه ملکي افغانان چې یوه لاروۍ ښځه وه، په لومړۍ چاودنه کې او د موسسي یو موټر چلوونکی په دروازه کې په خپل موټر کې شهیدان شول.

د لومړۍ چاودنې له امله د سولې د بنیاد موسسې څلور تنه ساتونکي ټپیان شوي دي. د پیښي له ځای څخه ۲۵ تنه بهرنیان په امن کې ایستل شوي دي."


د کورنیو چارو د وزارت ویاند د هغو آوازو او د طالبانو د ادعاو په اړه چې وایي؛ په میلسمتون کې د عیسویانو کلیسا وه؛ وویل چې، دا د طالبانو او هغو کسانو کار دی چې؛ ځان مرګي، ځان وژونکو حملو ته چمتو کوي:

"دا د طالبانو تبلیغات دي. زموږ هېواد یو اسلامي هېواد دی. دا یوازې د طالبانو او هغو کسانو دروغجنه بهانه ده چې؛ د افرادو ماغزه مینځي او ورته وایي چې، په افغانستان کې اسلام نشته او یا هغه او دغه.

دا ټول د هغو ترورویستي او بنسټ پالنې د زده کړو یوه برخه ده چې؛ د طالبانو له خوا د بې لارې کولو یا مغزو مینځلو په مقصد ورکول کیږي."


د سولې بنیاد د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) له خوا تمویلیږي او له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي. دا موسسه په افغانستان کې د ماین پاکۍ، له بزګرانو سره د انګورو باغو په جوړولو او نورو عام المنفعه پروژو کې مرستې کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې د سولې په بنیاد باندې دا حمله غندلې او وایي، دغه موسسه له افغانانو سره مرسته کوي چې خپل ژوند او د ژوند وسایل ښه کړي؛ متحده ایالات دا حمله په کلکه غندي.
XS
SM
MD
LG