د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

ایساف: په افغان جګړه کې پاتې پوځي تجهیزات پاکستان ته نه ورکوو


د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو پرون په ډاګه کړه چې؛ د روان کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان له جګړې پاتې پوځي تجهیزات پاکستان ته ورنه کړي.

له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې و؛ چې ګنې امریکايي ځواکونه غواړي؛ خپل ځینې پوځي تجهیزات چې امریکا ته بېرته وړل یې ګران پرېوځي؛ پاکستان ته ورکړي. دې راپورونو یوشمېر افغانان اندېښمن کړي وو؛ خو په دې اړه د ایساف په بیان کې راغلي دي چې؛ د امریکا پوځ داسې کوم پلان نه لري.

ایساف مخکې ویلي وو، چې خپل اضافي پوځي تجهیزات افغان امنیتي ځواکونو ته ځکه نه ورکوي چې؛ دا ځواکونه د هغو د کارولو لپاره لازم ظرفیتونه نه لري.

امریکا له خپلو تجهیزاتو سره څه کوي؟

سوال دا دی چې، که دا تجهیزات نه افغانستان ته ورکول کېږي؛ نه پاکستان ته نو څه ورسره کېږي؟ په دې اړه مو هڅه وکړه چې، په کابل کې د ایساف ځواکونو د ویندویانو نظر واخلو؛ خو دوی په دې اړه له خبرو ډډه وکړه او یوازې د بیان په خپرولو یې اکتفا وکړه.

د ایساف په بیان کې نه دي ویل شوي چې؛ د امریکا پوځ به له خپلو اضافي تجهیزاتو سره څه کوي؛ بېرته به یې امریکا یا د سیمې کوم بل هېواد ته وړي او که به د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره افغانستان ته ورکړل شي.
په تېرو نژدې دولسو کلونو کې له افغان ځواکونو سره څه باندې درې پنځوس میلیارد ډالر مرستې شوي چې؛ ۱۶۰ الوتکې، سل زره نقلیه وسایط، پنځه سوه زره وسلې او شاوخوا دوه سوه زره مخابراتي وسیلې او د شپې لیدو وسایل په کې شامل دي.
ایساف
د افغان امنیتي ځواکونو، په تېره د هوايي برخې پیاوړي کول هغه موضوع ده چې؛ څارونکي او د پوځي چارو کارپوهان په پرله پسې ډول ټینګار پرې کوي؛ وايي چې، ښايي افغان پلي ځواکونه له هوايي مرستې پرته ونشي کولای د دښمن د حملو مقابله وکړي.

د ایساف په بیان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ له قوله راغلي چې؛ دی وايي، له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره دامریکا په ژمنوکې بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي ډنفورډ افغان ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي، دوی په تېرو نهو میاشتو کې ثابته کړه چې؛ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راروانو انتخاباتو د امنیت ټینګولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ایساف وايي، په تېرو نژدې دولسو کلونو کې له افغان ځواکونو سره څه باندې درې پنځوس میلیارد ډالر مرستې شوي چې؛ ۱۶۰ الوتکې، سل زره نقلیه وسایط، پنځه سوه زره وسلې او شاوخوا دوه سوه زره مخابراتي وسیلې او د شپې لیدو وسایل په کې شامل دي.

متحدایالات وايي چې، د افغانستان د تېرو دولسو کلونو په جګړه کې یې میلیاردونه ډالر لګولي او څه باندې دوه زره سرتېري یې وژل شوي دي
XS
SM
MD
LG