د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

دا ځيني ډاکټران ولې ناروغانو ته نسخې د رمز په بڼه لیکي؟


ناروغان او ناروغ لرونکي شکایت کوي، چې د یو شمېر ډاکټرانو له خوا ناروغانو ته ځیني نسخې د رمز په بڼه لیکل کیږي.

دوی وایې، ډاکټران د رمزي نسخو په لیکلو سره ناروغان دې ته اړ باسي څو له مشخصو دواخانو څخه په لوړه بیه درمل ترلاسه کړي.

په عین وخت کې په کابل کې د درملتونونو مالکین وایي، چې دوی نه شي کولای د هغو کسانو ستونزې حل کړي چې له دغه ډول نسخو سره دوی ته مراجعه کوي.

له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې یو شکایت دا دی، چې یو شمېر ډاکټران ناروغانو ته نسخې په رمزي توګه لیکي، چې درمل یې په ټولو درملتونونو کې نه پیدا کیږي.

یو شمېر خلک وایي، چې ځیني ډاکټران ځکه دا کار کوي، چې ناروغان باید له هغه درملتونه درمل ترلاسه کړي چې په یوه ډول له دوی سره اړیکې لري.

دوی وایې، کله چې له دغه نسخو سره نورو درملتونونو ته مراجعه کوي نه شي کولای خپل د اړتیا وړ درمل ترلاسه کړي.

د کابل ښار دوو تنو اوسیدونکو بلال او محمد عثمان ازادۍ راډیو ته وویل، چې ځیني ډاکټران ځکه نسخې په رمزي ډول لیکي، چې د هغوي او درمل پلورونکو ترمنځ د دوا د خرڅولو پر سر پټي معاملې موجودې وې:

″ماته وايي، قیس ویس درملتون ته لاړ شه زه نه پوهیږم دلته تجارت ده او که کمیشن کاري، کله چې دوی ته مراجعه وکړم ډیرې زیاتې پیسې غواړي چې 2 زره یا 3 زره افغانۍ کیږي د دغه نسخې دوا په بل درملتون کې نه پیداکیږي.″

داسې شکایتونه هم شته چې د ډاکټراو د هغه معاینه خانې ته نږدې د درملتون ترمنځ دغه ډول معاملې د دې سبب ګرځي چې له ډاکټر سره اړیکې لرونکي درملتون درمل په لوړه بیه وپلوري.

بل خوا یو شمېر دوا پلورونکي ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو شمېر ډاکټران په نسخو کې د درملو تجارتي نومونه لیکي او دا کار د دې لامل کیږي چې دوی په نسخه سم پوه نه شي:

″دغو نسخهء چې موږ ته له داسې ډاکټرانو څخه راوړل کیږي لومړۍ توری په کې لیکل شوی وي او نور هماغسې خط کښل شوی وي يا ځیني نسخې نه لوستل کیږي.

د شفري نسخو په اړه چې خلک موږ ته راځي، ټول په شفري ډول لیکل کیږي، چې موږ په سمه توګه اجرات نه شو کولای، ځکه چې هغه یوې ځانګړي دواخانې پورې ارتباط لري″


د درملتونونو مسوولین وایې، د دې ستونزې په ر امنځته کیدو کې نه یوازې د شخصي د ځینو شخصي روغتونونو او کلینیکونو ډاکټران لاس لري بلکې د دولتي روغتونونو یو شمېر ډاکتران هم په دې معاملو کې ښکیل دي.

بل خوا یو شمېر ډاکټران دغه ادعا ردوي او وایې، د کاري بوختیا او ناروغانو د زیاتوالي له کبله نه شي کولای نسخې په واضح ډول ولیکي.

د میوند روغتون رییس محمد ګل کوهدامني په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″د خپل یوه ډاکتر لپاره زه 6 تر 8 زره افغانۍ معاش ورکوم، خو زه هغه باندې 200 ناروغان معاینه کوم، له یوه خوا نه 200 ناروغان هغه باندې معاینه کوم او له بلې خوا زه ورته وایم خپل نسخه په ملايي خط ولیکه چې زما د پسونو د ترور زوی یې په قلای نجارا کې ولوستی شي.″

په همدې حال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر ډاکټرانو له خوا په رمزي ډول د درملو نوم لیکنه له قانونه سرغړونه بولي.

د دې وزارت ویاند کنشکا ترکستاني وایي، که چېرې د ډاکټرانو له خوا دغه ډول سرغړونې ولیدل شي دوی به یې عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي کړي:

″د دا ډول سرغړونو څخه د مخنیوي په خاطر موږ یوه مقرره رامنځته کړې او دغه مقرره د ښار په دواخانو کې لګول شوې د نسخو مسئاله هلته واضح لیکل شوې ده، په دغه مقرره کې د روغتیا برخې مسوولینو د تیلیفون شمېرې شته کله چې زموږ هېوادوال د سرغړونو سره مخامخ کیږي او یا هم چې د هغوي نسخې شفرې وي، لطف دې وکړي او موږ سره دې اړیکه ونیسي په لږ وخت کې به د دوی ستونزې ته رسیدګي وشي.″

تر دې مخکې هم د عامې روغتیا وزارت چارواکو د ډاکټرانو او دوا پلورونکو ترمنځ د درملو د خرڅلاو پر سر دغه ډول معاملې د طبابت د اصولو خلاف کار بللی وو.

دا په داسې حال کې ده چې خلک اوس هم په افغانستان کې د سمو روغتیایې خدماتو له نشتوالي څخه شکایت کوي.

په افغانستان کې د معیاري روغتیایې خدماتو نشتوالی اوس هم یوه لویه ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي او ناروغان له همدې امله دې ته اړ کیږي چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

راپور: احسان الله ″عشرت″
XS
SM
MD
LG