د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د نوروز لپاره ځانګړې ترانه


د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ د نوي کال او نوروز د جشن په مناسبت د لومړي ځل لپاره یوه ملي ترانه جوړه کړې.

د دې انسټیټوټ رییس د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دې ترانې له جوړیدو څخه هدف دا دی چې د افغانستان ملي کلتور او دود د موسیقۍ له لارې نړۍ ته ور وپیژني.

د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د نوروز جشن د پرانیستې په مراسمو کې هم دغه ترانه واورول شوه.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مسولین وايي، چې د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې د۹۰ کسانو په ګډون د نوروز لپاره دا ډول ترانه جوړیږي.

د دې انسټيټيوټ رييس ډاکټراحمد ناصر سرمست ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغه ترانه د افغانستان ملي کلتور او دود څرګندوي.

نوموړي وویل، چې یاده ترانه د قاسم رامشګر او ځوان ارکستر له خوا ترسره شوې ده:

″په تیرو کلونو کې ډير شمېر حماسي ترانې ډيرې جوړې شوي دي او نوروزې ترانې په انفرادي ډول ویل شوي وو، خو دا ډول ملي ترانه په لویه کچه زما په نظر لومړی ځل دی او دا د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې هم لومړی وار دی چې د ۹۰ کسانو له خوا په ګروپې شکل د نوي کال په مناسبت یوه ترانه اجرا کیږي.″

د ښاغلي سرمست په خبره د دې ترانې شعر د عبدالغفور لیوال دی او موسیقي یې د فرید شیرزي له خوا جوړه شوې ده.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مسولین وايي، چې دا لومړی ځل دی چې د نوي کال او نوروز د جشن په مناسبت په دې ځانګړتیاوو ترانه جوړیږي.

د پنجشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د نوروز په مناسبت د نړېوال جشن د پیل په مراسمو کې چې افغان ولسمشر حامد کرزي، د ایران، پاکستان او تاجکستان جمهور رییسانو او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ګډون کړی و دغه ترانه واورول شوه:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG