د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

نور: ولسوالیو ته د انتخاباتي موادو د لیږد بهیر پيل شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د انتخاباتي موادو د انتقال بهیر پيل شوی دی.

د دې کمیسیون ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا مواد له درېو لارو انتقالیږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د هېواد څلوردېرشو ولایتونو ته انتخاباتي مواد انتقال شوي او ولسوالیو ته د دې موادو د انتقال بهیر پيل شوی دی.

د دغه کمیسیون چارواکو وویل، دا مواد حساس او غیر حساس دي چې د ولایتونو لیرې پرتو ولسوالیو ته وړل کیږي.

نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې موادو د انتقال لپاره درې لارې کارول کیږي:

″ددې موادو د انتقال لپاره له درېيو طریقو کار اخیستل کیږي. لومړی د هوا لار ده چې د هوايي ټرانسپورټ له لارې کار اخلو د دې لپاره چې مواد ژر تر ژره ورسیږي.

د اکثرو لیرو پرتو ولسوالیو لپاره له ځمکني ټرانسپورټ ګټه اخیستل کیږي او په ځینو ولسوالیو کې چې ځمکني او هوايي ټرانسپورټ ناممکن وي په مالونو باندې دا مواد انتقالیږي.″


ښاغلي نور زیاته کړه، تراوسه پورې د انتخاباتي موادو په انتقال کې له هیڅ کومې امنیتي، اقلیمي او طبیعي پيښو سره نه دي مخامخ شوي.

نوموړي دا هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د دې موادو په انتقال کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره لازمه همکاري کړې.

خو په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا د دې موادو د انتقال په برخه کې اندیښنه لري.

د دې ادارې اجرایوي رییس جانداد سپین غر له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دې موادو د ساتنې او خوندیتوب لپاره یو میکانیزم موجود وي:

″غټ مشکل دا دی چې اول هغو ولسوالیو ته چې دا مواد انتقالیږي.

په لارو کې امن و اوسي دا مسیرونه ترڅو لاس وهنه په کې ونه شي.

همدا رنګه کله چې ولسوالیو ته رسیږي باید یوه خاص میکانیزم نه په ګټې اخیستلو سره هلته خوندي شي، څو دا مواد بیا د ناوړه استفادې وړ ونه ګرځي.″


ښاغلي سپین له انتخاباتو وروسته هم د رایې ورکونې د صندوقونو په خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دې موادو په بیا انتقال کې هم باید له خوندي ټرانسپورټي وسایطو سره د انتخاباتو کارکونکي او ملي پولیس ملتیا وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، هڅه کوي چې د انتخاباتي موادو د انتقال بهیر له انتخاباتو یوه ورځ مخکې بشپړ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو حساس مواد د رایې ورکونې پاڼې، د ګوتو د نښه کولو رنګ او صندوقونه دي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG