د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

اشرف غني: د بریالیتوب په صورت کې به مشرقي ته لومړی ثبات راولم


راتلوونکو ولسمشریزو ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د خپلو کمپایني هلو ځلو په دوام کې د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د فوټبال په نړېوال میدان کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.

په دې غونډه کې، خپله ډاکټر اشرف غني احمدزي، دده دویم مرستیال او د ختیځو ولایتونو په زرګونو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

نوموړي د مشرقي ولایتونو ولسوونو سره ژمنه وکړه، چې دی به واک ته د رسیدو په صورت کې ختیځو ولایتونو ته سوله او ثبات راولي.

ده وویل، چې غازي امان الله خان او پاچاخان دلته خښ دی او د هغوی پيغام، چې د سولې پيغام دی عملي بڼه به ورکوي:

"امان الله خان، چې دلته خښ دی، موږ ته پيغام دا دی، چې تل به خپله خاوره خپلواکه وي او پاچا خان، چې دلته خښ دی هغه موږ ته څه وايي، چې وینه بس ده! وینه بس ده! وینه بس ده! موږ به په منطق او په ورورګلوي پایداره سوله راولو، دا ده پاچا خان پيغام دی، موږ به د جومات او مکتب واټن لیرې کړو، مکتب او مدرسه به په ټکر نه وي دا د جرګو وطن دی او موږ به د جرګو له لارې سوله راولو."

ډاکټر اشرف غني د مشرقي ولایتونو لپاره ځانګړې برنامه تشریح کړه، چې په کې سوله او ثبات، مشرقي په نړېوال ترانزیتي مرکز اړول، په دې ولایتونو کې د تولیداتو د کچې لوړول او په بهر کې ورته د مارکیټ پيدا کول، د ننګرهار پوهنتون لومړی درجه ته رسول او د دې پوهنتون په خوا کې د اسلام اباد او مالیزیا پوهنتونونو په څير د یوه نړېوال اسلامي پوهنتون جوړول، د ختیځې ولایتونو د مرکزي ښارونو پرته د نورو لویو ښارونو جوړول او په همدې ډول ځيني نورې يې هغه ژمنې وې، چې له مشرقي والو سره يې وکړې.

په دې غونډه کې د اشرف غني احمدزي د کمپاین یوه تن مسول او د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر بیا د هغو ګنګوسو په غبرګون کې ګواښ وکړ، چې ګواکې د یوه مشخص کاندید په ګټه به صندوقونه ډک کيږي.

نوموړي وویل، دی به د ولسونو پر مټ هیچاته اجازه ورنه کړي، چې په ټاکنو کې درغلي وکړي او د یوه کاندید په ګټه صندقونه ډک شي:

"ډيرې خبرې کیږي، چې ګویا په انتخاباتو کې به درغلۍ وشي، موږ تاسې او ټولو هېوادوالو ته اطمنان درکوو، چې زموږ په رایو څوک لوبې نه شي کولای، څوک چې دا طمعه لري، چې درغلۍ وکړي هغه دې قرارې د خپل سر لاندې بالښت کیږي او په ارام دې کښينې، موږ د خپلو رایو دفاع هم کولای شو"

یو شمېر خلکو، چې د غونډې په وروستۍ برخه کې ميدان ته داخل شوي وو، وویل، چې دوی وختي راغلي ول، ولې ځينو امنيتي کسانو ورته اجازه نه ورکوله او یوې او بلې دروازې ته يي استول، چې ډير خلک بیرته خپلو کورو ته هم ستانه شول:

"بخت مير یم د ننګرهار اوسیدونکی، موږ د غونډې په اخر کې راننوتو، سهار،چې راغلم خلک ډير وو، بیا امنيتي کسانو نه پريښودو ویل يي، چې دلته ستډیوم ډک دی، په داسې حال کې، چې دلته سټیدیو کې ځای خالي وو، نور ډير خلک بیرته ستانه شول، ما غوښتل،چې د دوی عکسونه هم واخلم خو اجازه يي رانکړه.

زما نوم عمر انصاري ده، زه له کابل نه راغلم،چې د مشرقي لپاره د ډاکټر صیب پلانونو نه خبر شوم،لاره ښه وه ژر راورسیدو،خو کله،چې د غونډې ځای ته راغلو دلته ځينې مشکلات وو، امنيتي کسانو اجازه نه ورکوله،زه د غونډې په اخري برخه کې په دې وتوانیدم،چې دې ځای ته داخل شم".


خو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل، چې امنيتي ځواکونو یوازې د ښار په څلورو قمبر بندونو کې د امنیت د ټينګښت په موخه تلاشۍ کولې او ميدان ته د ننوتلو په برخه کې د دوی ځواکونو د چا مخه نه وه نیولای.

د ویلو ده، چې له دې وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله، زلمي رسول، ګل اغا شیرزی، امین ارسلا او داوود سلطانزوی هم د خپلو کمپاینې هلو ځلو په دوام کې ننګرهار ته راغلي ول او خپلو پلویانو ته يې خپلې تګ لارې روښانه کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې د حمل د میاشتې په شپاړلسمه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي او له همدې لارې به سیاسي واک ګټوونکي نوماند ته وسپارل شي

ننګرهار – شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG