د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

نور: د ناامنو مرکزونو شمېر تر پخوا ډیر دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی وروستي راپورونه ښیي د رایو د هغو مرکزونو چې نا امنه ګڼل کېږي، شمېر تر هغه ډیر دی چې وړاندې امنیتي ارګانونو ښودلي وو.

تر دې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ۶۷۷۵ مرکزونو څخه ۳۹۶ یې ناامنه بللې وه، خو د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي وایي، اوس د دوی موندنې دا دي، چې پردغه شمېر سربیره ځیني نور مرکزونه هم شته چې له جدي امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندې یوه اونۍ پاته ده، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي د ناامنو مرکزونو شمېرترهغه ډیر دی چې وړاندې امنیتي ارګانونو ورته ویلي وو.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی څه موده وړاندې خپل یو شمېر کتوونکي د رايي ورکولو مرکزونو د وضعیت څیړلو لپاره سیمو ته لیږلي وه، خو وایي داسې راپورونه یي ترلاسه کړي چې ښیې د ناامنو مرکزونو شمېر تر پخوا ډیر دی:

″موږ ته امنیتي نهادونو واضح کړې وه چې؛ یوازې په ۳۹۶ مرکزونو کې موږ امنیت نه شو خوندي کولای، خو اوس چې موږ ګورو پردې سربیره یو شمېر نور مراکز هم شته چې هلته جدي امنیتي ستونزې شته.

موږ په دې لټه کې یو، چې دا موضوع په واضح ډول له خپلو خلکو سره شریکه کړو.″


بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ناامنو مرکزونو کې د انتخاباتو په ورځ د پراخو درغلیو په اړه اندیښمن دي او وایي، ترخپله وسه هڅه کوي چې د دغو درغلیو مخه ونیسي.

د کمیسیون چارواکي وایي، د همدې هدف لپاره یې له امنیتي نهادونو سره ګډې ارزوني پیل کړي، چې څنګه کولای شي د دغو درغلیو مخنیوی وکړي.

د ښاغلي نور په خبره دا احتمال هم شته چې د انتخاباتو په ورځ یو شمېر مرکزونه تړلي پاته شي:

″کوم ځای کې چې ناظر، مشاهد او د کاندیدانو استازي ونه شي کړای چې مرکزونو ته ولاړ شي او د انتخاباتو د پروسې څارنه وکړي، نو دا به ګرانه وي چې موږ هلته انتخابات ترسره کړو.

که یې ترسره هم کړو له هغه ځایه موږ سالمه او سمه نتیجه نه شو اخیستلای او د خلکو اراده هلته نه شي تمثیلیدای.

د همدې لپاره چې ټولې پروسې ته صدمه ونه رسیږي، نو موږ پریکړه کړې چې یا باید په بشپړه توګه امنیتي ادارې امنیت په کې ټینګ کړي او که یې نه شي ټینګولی باید موږ ته واضح ووایي، چې باید دغه مرکزونه خلاص نه شي.″


که څه هم ښاغلي نور د ځینو ناامنیو مرکزونو په تړلو سره په عمومي ډول د انتخاباتو د پروسې د شفافیت د اغیزمنیدو احتمال لیري نه بولي، خو وایي دا پریکړه ترډیره د امنیتي ارګانونو په فعالیت پورې اړه لري او دا چې راتلونکې مسولیت هم باید دغه ارګانونه پرغاړه واخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، دا مهال یې له امنیتي ارګانونو سره جدي خبرې رواني دي، چې جزییات به یې د دوی په خبره وروسته له رسنیو سره شریک کړي
XS
SM
MD
LG