د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۶

یوناما له افغانانو وغوښتل، څو په انتخاباتو کې ګډون وکړي


یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر له افغانانو غواړي چې په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند وايي، سره له دې چې راتلونکي انتخابات به له امنیتي ستونزو سره مخامخ وي خو خلک باید په انتخاباتو کې په پراخ ډول ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو په رانږدې کېدو سره د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتې ګواښونه ډير شوي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر له افغانانو غواړي چې په انتخاباتو کې پراخه برخه واخلي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاند نظیف الله سالارزي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټول افغانان د دې حق لري چې د خپل راتلونکي ولسمشر د انتخاب لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

نوموړي وویل، سره له دې چې امنیتي ستونزې موجودې دي، خو افغان امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.

ښاغلي سالارزي همدا رنګه له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې په انتخاباتو کې خپله بې طرفي وساتي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال او د یوناما د دفتر سرپرست د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي سره هم د انتخاباتو د امنیت په اړه خبرې کړي او د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو ستاینه یې کړې او ویلي دي، چې افغان ځواکونه توانیدلي چې د انتخاباتو امنیت خوندي کړي.

سره له دې چې انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، په کابل او یو شمېر نورو ولایتو کې وروستیو خونړیو پیښو له خلکو سره داسې اندیښنې پیدا کړي، چې ممکن انتخابات په شفاف ډول ترسره نه شي.

په کابل کې د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو د کمیسیون په ساحوي دفتر حمله وشوه، چې څه باندې لس تنه یې مړه او ټپیان کړل، ترهغې مخکې په کابل سرینا هوټل حمله کې نهه تنه ووژل شول.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ هم اندیښنه لري، چې ممکن نا امني د دې سبب شي چې د انتخاباتو شفایت تر پوښتنې لاندې راشي.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″شفافیت او مشروعیت د انتخاباتو د افغانستان د امنیت او ثبات په ګرو کې دی، که چېرې امنیت تامین شي، شفافیت به تظمین شي.″

تردې مخکې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست هم ویلي و، چې د پاکستان استخباراتي اداره هڅه کوي چې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو امنیت ګډوډ کړي.

خو د افغانستان امنیتي ادارې ډاډ ورکوي، چې د انتخاباتو امنیت ته پوره تدابیر لري او په دې اړه هر ډول دسیسه شنډه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG