د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۰

عبدالفتاح السیسي د مصر په انتخاباتو کې ځان کاندیدوي


عبدالفتاح السیسي
مصري جنرال عبدالفتاح السیسي چې تیرکال یې د پخواني ولسمشرمحمد مرسي په له واکه لیرې کولو کې عمده رول درلود، د پوځ له رهبرۍ استعفی وکړه.

عبدالفتاح السیسي ویلي، په مصر کې د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې ځان کاندیدوي.

په مصر کې چې سیاسي بحران روان دی او اقتصاد یې ځپل شوی، د ډیموکراسۍ د ودې په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

د دې هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تقریبا یوه میاشت پاتې ده او یوازې ملکي وګړي د کاندیدۍ حق لري.

السیسي پرون په پوځي یونیفورم کې ولس ته ټلویزیوني وینا وکړه او ویې ویل، چې دا به یې په پوځي جامو کې وروستۍ ورځ وي او د کاندیدۍ د شرایطو پراساس د پوځ له رهبرۍ استعفی کوي.

عبدالفتاح السیسي وویل، چې د ډيرو خلکو د غوښتنو په ځواب کې یې ځان کاندید کړی دی:

″هغه وخت تیر شوی چې پر مصریانو داسې څوک تحمیل شي چې هغوي یې نه غواړي.

په همدې خاطر، زه د مصر اسلامي عربي جمهوريت د مشرتابه لپاره ځان کاندیدوم.″


عبدالفتاح السیسی نهه پینځوس کلن دی او ډیر اټکل کیږي چې د جمهوري ریاست انتخابات به وګټي.

د السیسي بریالیتوب به په مصرکې د پوځي واکمنانو لړۍ بیا ژوندۍ کړي.

په مصرکې له نولس سوه دوپينځوس (م) کال راهیسې پوځيان واکمن وو او محمد مرسي یوازنی ملکي وګړی وو، چې د لنډې مودې لپاره قدرت ته رسیدلی وو.

په مصرکې د محمد مرسي د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته جنرال عبدالفتاح السیسي ډیر واک خپل کړ او په همدې موده کې د محمد مرسي اسلامپالی حزب (اخوان المسلمین) یوه تروریستي ډله اعلان شوه.

د احمد صبري په نوم له یوه مصري سړي چې د قاهرې ښار په یوه رسټورانټ کې یې د عبدالفتاح السیسي وینا اوریده، اسوشیټیډ پریس اژانس ته ویلي:

″هغه یو سیاستمدار دی، پوځي دی او په اقتصاد پوهیږي. السیسي هغه څوک دی چې مصر نن اړتیا ورته لري.″

پرون د السیسي د کاندیدۍ د خبرترخپریدو وروسته د قاهرې د زاړه ښار په هغه سیمه کې چې دی زیږیدلی، خلکو د خوشالۍ جشن جوړ کړی وو.

د السیسي یوه لیرې خپلوان اسوشیټیډ پریس ته ویلي: دا په ژوند کې د هغه ترټولو ښه پریکړه ده.

په مصرکې د انتخاباتو کمیسیون ښايي د شنبې یا یکشنبې په ورځ د انتخاباتو دقیقه نیټه اعلان کړي.

په مصر کې دوه کال مخکې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره لږترلږه دیارلس تنه کاندیدان وو خو دا وار یوازې یوه نفر، چپ اړخي سیاستوال حمدین صباحي، د السیسي په وړاندې ځان کاندید کړی دی.

عبدالفتاح السیسي ویلي، چې تر شدیدې امنیتي څارنې لاندې به کمپاین کوي، ډيرو سمیو ته به نه ځي خو د یوه ډیموکراتیک او پرمختللي مصر د جوړولو لپاره خپل هر اړخیز پروګرامونه به توضیح کړي.
XS
SM
MD
LG