د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

داوودزی: انتخابات به خوندي او ډاډه ترسره شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د یاغي طالبانو له لوري تر فشار لاندې دی خو دی مطمین دی چې انتخابات به خوندي او ډاډه ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې؛ را روانه شنبې نه بله شنبې په افغانستان کې انتخابات ترسره شي او دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې واک په ډیموکراتیک ډول انتقالیږي.

د دې انتخاباتو په درشل کې کابل د تیارسی په حالت کې دی، ځکه چې طالبانو ویلي دي چې انتخابات به ګډوډ کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیرعمر داوود زي رویټرز اژانس ته په مرکه کې پرون وویل، چې حکومت د طالبانو مخ په زیاتیدونکی فشار احساسوي او هرڅومره چې موږ انتخاباتو ته ورنژدې کیږو هغومره زموږ دښمنان پر موږ فشار زیاتوي څو انتخابات ګډوډ کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې طالبانو ویلي وو چې د انتخاباتو مخه نیسي، خو ده څرګنده کړه چې طالبان دا وس نه لري او دی په دې برخه کې ډاډه دی.

عمر داوود زي بیا وویل، چې د انتخاباتو امنیت به ټینګ شي او خلک به په یوه خوندي چاپیریال کې د راییو صندوقونو ته ورشي.

د کورنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې پرون د افغانستان د ولسې جرګې غړیو د هیواد امنیتي وضعیت ته اندیښنه څرګنده کړه.

حکومت مخالفه وسله والو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر یوه سمیه ییز دفتر برید وکړ، د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یې کابل بانک په نښه کړ او په کندز کې یې چاودنه وکړه.

دغو بریدونو نهه ملکیان او شپږ پولیس ووژل. په دې حملو کې څلورڅلویښت تنه ټپیان شول.

افغان حکومت له اوږدې مودې راهیسې پاکستان تورنوي چې وسله والو طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده او له هغوی سره مرسته کوي چې له هغه ځایه بیا په افغانستان کې بریدونه وکړي.

عمرداوود زي رویټرز اژانس ته وویل، چې د کرښې هاخوا د اسلام اباد او طالبانو اوربند طالبان دې ته اړ ایستي دي چې افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي او د انتخاباتو په وخت کې له سرحده را واوړي او دې لور ته بریدونه وکړي.

پاکستان د مارچ میاشتې له پیله له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف اوربند کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، له هغې ورځې چې د پاکستان لور ته اوربند اعلان شوی دی نژدې هره شپه د افغانستان خوا ته پر امنیتي پوستو هغه کسان بریدونه کوي چې له هغې خوا رااوړي.

عمر داوود زي زیاته کړه، چې د طالبانو لنډمهاله هدف د انتخاباتو ګډوډول دي او اوږدمهاله هدف یې دا دی چې افغانستان بې ثباته کړي، خو دا یو خوب او خیال دی چې کله به هم دې هدف ته ونه رسیږي.
XS
SM
MD
LG