د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

په افغانستان کې سږکال د مطبعو بازار ګرم دی


په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو له امله په افغانستان کې سږکال د مطبعو کاروبار ډير ښه شوی دی.

په تیر وخت کې به د کاندیدانو تبلیغاتي پاڼې او پوسټرونه په بهر کې چاپیدل، خو دا ځل حکومت ټولو کاندیدانو ته ویلې چې خپل مواد باید د هېواد په دننه کې چاپ کړي، ترڅو په دې توګه خلکو ته کار ایجاد او اقتصاد پیاوړی شي.

خراسان مطبعه چې د کابل په یوه بې وزلې ګاونډ کې موقعیت لري، کار وبار یي په دې ورځو کې ښه شوی او شپږ اوه تنه ځوانان په کې ۲۴ ساعته د انتخاباتو د پوسټرونو، لوحو، بیرغونو او پاڼو په چاپولو بوخت دي.

د خراسان او نورو شاوخوا ۱۵۰ مطبعو لپاره راتلونکي انتخابات په اصطلاح غوړه مړۍ ده.

له دې مخکې به د انتخاباتو مواد له افغانستانه بهر چابیدل، خو دا ځل د حمل د ۱۶ مې انتخاباتو ته افغان حکومت امر کړی چې کاندیدان باید خپل ټول انتخاباتي مواد په افغانستان کې چاپ کړي.

په افغانستان کې پوسټرونه او چاپي اعلانونه د کاندیدانو د تبلیغ لپاره ډیر ګټور او مهم دي او دا ځکه چې هغوي د هېواد بېلابېلو برخو ته نه شی تلای او خلک په خپلو موخو او پلانونو سم نه شي خبرولاي.

د کابل ښار په دیوالونو، لارو کوڅو، موټرو او دکانونو باندې د کاندیدانو انتخاباتي پاڼې او پوسټرونه لګول شوي او دغه راز د ښار په بېلابېلو برخو کې د کاندیدانو ستر پوسټرونه او عکسونه هم لګیدلي ترڅو د رایو پر مهال د خلکو په ذهن کې پاته وي.

د خراسان مطبعې مالک شفیق الله وایي، کاریګر یي په ورځ کی ۱۶ ساعته کار کوي ترڅو د خپلو مشتریانو غوښتنې پوره کړي.

دی وایي، په هیڅ وخت کې یي کاروبار په دې اندازه ښه نه و، د کمپنۍ عاید یي څو زره ډالره زیات شوی دی:

″دا مهال د انتخاباتو موسم دی، په دې توګه زموږ کار وبار ډير ښه دی.

موږ زیات شمېر پوسټرونه چاپوو. موږ د کاندیدانو لپاره په ورځ کې د پنځوس زرو او ۷۰ زرو ترمنځ پوسټرونه چاپوو.″


شفیق الله وایي، د فبرورۍ میاشتي یعنی له کومې ورځې چې د انتخاباتو کمپاین په رسمي ډول پیل شوی، دوي ته د جمهوري ریاست د ۹ کاندیدانو او دغه راز د ولایتي شوراګانو لپاره د زرګونو کاندیدانو له خوا د چاپ کار ورکړ شوی دی.

د کابل په ده افغانان کې د پامیر مطبعې مشر احمد نسیم وایي، دوي تر اوسه د جمهوري ریاست د کاندیدانو لپاره پنځوس زره پوسټرونه او لوحې چاپ کړی او دغه راز د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو لپاره یي له یو لک او شل زرو زیات پوسټرونه او د انتخاباتو د سیالیو مواد چاپ کړي دي:

″هره ورځ موږ د ۹۰۰ او زر میترو په اندازه کاغذ چاپوو، د خداي شکر دی کار وبار مو ښه دی.

موږ سخت کار کوو چې خپل شهرت وساتو او له مشتریانو سره مو اړیکې ډیر ښه دي.″

احمد نسیم وایي، د پوسټرونو د چاپ بیه د شپیتو او درې سویو افغانیو تر منځ ده او دا د کاغذ په کیفیت پورې اړه لري.

نسیم وایي، دده ستر مشتریان عبدالرب رسول سیاف او ګل اغا شیرزی دي چې هر یوه شاوخوا پنځوس زره پوسټرونه چاپ کړي دي.

ویل کیږي، چې د افغانستان مطبعو او چاپ خانو سږکال شاوخوا ۳ میلونه ډالره کار کړي دی.

د یونیورسل مطبعې خاوند حمیدالله وایي، د مطبعو عایدات به نور هم زیات واي، که چیري د انتخاباتو مربوط ټول مواد په افغانستان کې چاپ شوي واي او پاکستان، هند ، چین او ایران کې نه وای چاپ شوي.

حمیدالله وایي، که څه هم چې حکومت امر کړی چې ټول مواد باید په افغانستان کې چاپ شی، بیا هم د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ځیني کاندیدان خپل پوسټرونه او تبلغیاتي پاڼې په بهر کی په ارزانه بیه چاپوي:

″زموږ ټول خام مواد له بهر څخه راواردیږې ، په دي توګه زمونږ د چاپ بیي هم پورته دي. مونږ کاغذ، رنګ او نور شیان له پاکستان، ایران او اندونیزیا څخه را واردوو او ګران پریوځي.

په واردونکو خامو موادو ګمرکې محصول او مالیه ورکوو په دي توګه د کار بیه هم پورته کیږي.″


د جواد په نامه یو افغان چې د انتخاباتو پوسټرونه یي د چاپ لپاره پیښور ته وړي، وایي په کابل کې د چاپ بیې ګرانې دي او په پاکستان کې یي په ډیره کمه بیه چاپوي.

په تیرو انتخاباتو کې په افغانستان کې د عصري او سترو مطبعو د کمښت او مسلکې کسانو د نشتوالی له امله هم کاندیدانو خپل تبلیغاتي مواد په پاکستان او نورو هیوادو کې چاپول، خو نن سبا په افغانستان کې د چاپ وسایل او مطبعې عصري او ظرفیت یي هم پورته شوی دی.
XS
SM
MD
LG