د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

یوه بنسټ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له ځینو کسانو لاسلیکونه راټول کړل


افغانستان د پرمختګ په لور، یوه بنسټ په کابل ښار کې د یو لاریون له لارې افغانان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅول.

د دې بنسټ مسوولینو په همدې هدف د لسګونه تنو محصلینو او عامو افغانانو لاسلیکونه راټول کړل او په انتخاباتو کې یې د هغوی د ګډون ژمنه واخیسته.

په ورته وخت یو شمېر کسانو چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره یې لاسلیکونه وکړل، ازادي راډیو ته وویل، چې په هر ډول شرایطو کې به په انتخاباتو کې برخه اخلي.

د افغانستان د پرمختګ په لور بنسټ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د لسګونه تنه محصلینو او عامو افغانانو د لاسلیکونو له راټولولو وروسته لاریون وکړ او شعارونه یې ورکول، چې باید ټول خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د دې بنسټ مسوولین د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون مخې ته راټول شوي وو او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره یې د لسګونه تنه محصلینو او عامو افغانانو لاسلیکونه واخیستل.

د افغانستان د پرمختګ په لور بنسټ یوه غړي میرویس عزیزي ازادۍ راډیو سره په مرکه کې له وسله والو مخالفینو هم وغوښتل، څو د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

هغه وویل، چې راټول کړي لاسلیکونه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته سپاري.

دغه بنسټ په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په هکله دغه لاسلیکونه پداسې حال کې راټولوي چې پدې وروستیو کې په کابل او یوشمیرولایتونوکې د وسله والو مخالفینو حملې ډیرې شوې دي.

د سې شنبې په ورځ څو تنو وسله والو مخالفینو په دارالامان کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په یو ساحوي دفتر حمله وکړه چې د دې کمیسون دوه تنه کارکوونکي هم پکې ووژل شول.

یو شمیر محصلینو او عامو افغانانو چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره یې لاسلیکونه وکړل، ازادي راډیو ته وویل چې په هر ډول شرایطو کې به په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

دوی وایي، د دې لپاره رایه ورکوي څو افغانستان له ټولو هغو ستونزو راووځي چې دا مهال ورسره مخامخ دې.

د افغانستان د پرمختګ په لور بنسټ پداسې حال کې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون لپاره دغه حرکت پیل کړی چې په دې هیواد کې انتخاباتوته یوازې څو ورځې پاتې دي.

په ځینوسیمو کې خلک شکایت کوي چې امنیتي او نورې ستونزې ډیرې دي او داسې اندیښنې شته چې ممکن د وسله والو مخالفانو پرله پسې حملې په انتخاباتو کې د خلکو پر پراخ ګډون منفي اغیز وکړي.
XS
SM
MD
LG