د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

په هسکې مینه کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال امنيتي پوستې هم جوړې شوې


د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې راتلوونکو انتخاباتو لپاره د امنیت د ټینګښت په موخه يې د هسکې مینې په ولسوالۍ کې هم د افغان ګډو ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات ترسره کړل.

د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، دغه عملیات، چې د دوشنبې په ورځ په دې ولسوالۍ کې پیل شوي و، د سې شنبې په ورځ پای ته ورسیدل او وسله والو له دې ولسوالۍ څخه شاتګ کړی و.

نوموړي وویل، چې د دې عملیاتو په جریان کې د ولسوالۍ شاوخوا درې مهمې سیمې، چې څه موده وړاندې د ولسونو په خوښه په نښه کړې وې امنيتي پوستې هم فعاله کړې:

"امنيتي ارګانونو د هسکې مينې ولسوالۍ اړوند چاڼيز عملیات ترسره کړل او په همدې وخت کې درې پوستې، چې یو په مریز کنډاو سیمه کې، بله یاغي بابا په سيمه کې او درې يي د سرومیرانو په سیمه کې فعاله کړې او ملي پولیس په کې ځای پرځای شول، ترڅو خلک په ډاډه زړه په راتلوونکو انتخاباتو کې برخه واخلي."

مشرقي وال وايي، د هسکې مینې ولسوالۍ ولسونو امنيتي ارګانونو ته ډاډ ښکاره کړ، چې دوی به خپلو امنيتي ځواکونو سره همکار وي.

بل خوا د هسکې مينې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو هم د دغو امنیتي پوستو په فعالیدو خوښي ښکاره کړه، خو وړاندیز يې وکړ، چې امنيتي ارګانونه دې ولسوالۍ ته خپل پام زیات کړي:

"زما نوم اجمل شینواری دی،د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکی،موږ له دولت نه مننه کوو،چې په دې ولسوالۍ کې پوستې فعاله کړي،دې پوستو سره ډيره فرق راغی زموږ غوښتنه ده له امنيتي چارواکو نه چې نورې پوستې هم باید فعاله کړي،چې انتخابات ښه ترسره شي.

زما نوم هشمت الله دی دا خو یو نیک کار وشو او بل په ډيرو مهمو ځایونو کې دا پوستې ځای پرځای شوي،خو دا پوستې باید دایمې وي او ځينې نورې سيمې هم شته،چې هلته د دا ډول پوستو د جوړولو ضرورت دی"


هسکه مېنه که څه هم پخوا تر ټول ارامه ولسوالۍ وه،خو په دې تېرو دوو کلونو کې د ناامنۍ ټغر پرې دومره خور شوی،چې د ولسوالۍ شاوخوا نیږدې سیمې هم ارامه نه دي.

د امنيتي ځواکونو د معلوماتو له مخې په دې سرحدي ولسوالیو کې د ناامنۍ ستر لامل له پاکستان سره خلاص سرحدونه دي.

یو شمېر کتوونکي هم په دې اند دي،که چېرې امنيتي ځواکونه له پاکستان سره خلاص سرحدونه د خپل کنټرول لاندې راولي نو په دې ولسواليو او آن په نورو سیمو کې به هم ناامنۍ له منځه لاړې شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG