د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

ډاکټر اشرف غني احمدزی: سم انتخابات غواړو


د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې غونډه - پکتيا
د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې غونډه - پکتيا
په دې لويه غونډه کې چې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د پکتيا مرکز ګردېز مرکزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، د پکتيا ټولو ولسواليو او مرکز ګردېز خلکو برخه اخيستې وه.

غونډه د ملي ترانو په غږولو سره پيل او د نوموړي د مينوالو په شور او ځوږ بدرګه کېده.

په ياده غونډه کې د پکتيا ټولو مېشتو قبيلو مشرانو او ځوانانو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ شعارونه ورکول.

نوموړي خپلو مينوالو او د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وويل چې پکتيا يې کور دی او تر هر چا زيات يې په ضرورتونو او لومړيتوبونو پوهيږي.

ده وويل که بريالی شي، هغه ستونزې چې پکتياوال ترې ځوريږي، د هغو په هواري به جدي کار وکړي.

اشرف غني پکتياوال د تاريخي او سياسي جريانونو د بدلون د محور په نوم ياد کړل، ويې ويل پکتياوال په ټول افغانستان او بلخصوص پکتيا کې شفافې ټاکنې غواړي:

موږ شفاف انتخابات غواړو، زموږ ولسونه شفاف انتخابات غواړي

ده خپلو ملاتړو ته په خبرو کې دا هم وويل چې د هيواد د سوکالۍ او ابادۍ له پاره به سره يو موټی کيږي او افغانستان به له شته ناخوالو راوباسي او دا غوښتنه يې هم ترې وکړه چې رايه ورکړئ او ناظرين و اوسئ :

زه دوه غوښتنې لرم، يوه دا چې رايه ورکړئ او بله دا چې ناظرين و اوسئ، دا مو خپل وطن دی، په خپل لاس يې يې ورغوئ

د ډاکټر اشرف غني احمدزي له پاره د هغه له دېرش زرو څخه زيات ملاتړي په داسې حال کې دغه لوبغالي ته راټوليږي، چې څو ورځې وړاندې همدغه لوبغالي ته د ولسمشرۍ د يو بل نوماند زلمي رسول له پاره شاوخوا ۳۰۰۰ کسان راوستل شوي وو.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG