د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، له دې هیواده د انتخاباتو د څارنې د دوو نړیوالو ادارو وتل به د انتخاباتو د پروسې پر شفافیت منفي اغیز وکړي.
په کابل کې پر سیرینا هوټل تر حملې وروسته، د افغانستان د انتخاباتو دوو څارونکو موسسو له دې هیواده خپل څارونکي وایستل.
رپوټونه وايي، د ملی ډیموکراټیک انستیتیوت او د اوروپا د امنیت او همکاري سازمان زیات څارونکي په سرینا هوټل کې اوسیدل او تر حملې وورسته وتلو ته مجبور شول.
د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې مرستیال مشر توماس روتینګ وايي چې دا وروستی پرمختګ به په انتخاباتو کې د خلکو ګډون هم متاثر کړي.
توماس روتینګ نن ازادي راډيو ته وویل، په کابل او یو شمیر ولایتونو کې وروستیو سترو حملو څرګنده کړه چې وسله وال طالبان غواړي د انتخاباتو پروسه تخریب کړي:
”د کابل پر سرینا هوټل تر حملې وروسته د انتخاباتو د څارنې دوو نړیوالو سازمانو له دې هیواده د وتلو اعلان وکړ چې د درک وړ کار دی خو د افغانستان د انتخاباتو پروستې ته ستونزې پیدا کولای شي. زه دا خبره هم باید وکړم چې په افغانستان کې د انتخاباتو دوو خپلواکو ادارو چې د انتخاباتو کمیسون او د شکایتونو د اوریدو کمیسون دی، د شفافیت په برخه کې ضعف څرګند کړی نو دا به ډيره ګرانه وي چې وکتل شي چې هغوي څه کوي”
ښاغلي روتینګ زیاته کړه چې افغانان تر هر چا پر وضعیت ښه خبر دي او د انتخاباتو په ورځ به د راییو مرکزونو ته د تګ پریکړه د هغوي په خپل لاس کې وی.
د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې مرستیال مشر ازادي راډیو ته وویل چې ښايي د رایېو د شمیرلو د پروسې له پيل سره ستونزې لا زیاتې شي:
”زموږ د څيړنو پر اساس، دا نتیجه اخیستل کیږي چې وضعیت ښايي د انتخاباتو تر ورځې وروسته زیاتې ستونزمن شي. سمه ده چې موږ یو ژوندی انتخاباتی کمپاین لرو، کاندیدان د پخوا په پرتله ډير خلک هڅوي، د کاندیدانو تعدد هم ښه خبره ده او د انتخاباتو پروسه له تخینکي اړخه ښه پلان شوې ده . خو تیر وار موږ ولیدل چې کله د راییو شمیرل پيل شول، جنجالونه هم ورسره پيل شول . دا بیا هم امکان لري.
اوس یوازې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د را روانو انتخاباتو د څارنې لپاره پاتې ده .
د دې اتحادیې دڅارونکو مشر تایس بیرنام ویلي چې دوي په افغانستان کې مصون دي او د را روانو انتخاباتو د څارنې دپلان دبدلولو نیت نه لري.
په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د روانې میاشتې په شپاړسمه کیږي.