د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

​د کوچيانو سراسري شورا له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ


د سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې د کوچيانو سرتاسري شورا د یوې غونډې په ترڅ کې ولسمشریزو ټاکنو ته له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی نه ملاتړ اعلان کړ.

په دې غونډه کې د اشرف غني احمدزی د فرهنګي چارو مسول استاد لال پاچا ازمون ، پخواني څارنوال عبدالجبار ثابت او په سلګونوکوچيانو ګډون کړی و.

د یادې شورا مشر زمري احمدزی وویل،دوی دا پریکړه د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیول سره کړې ده.

په ورته وخت کې په کامه ولسوالۍ کې هم د محمد صدیق پتمن په مشرۍ د ډاکټر اشرف غني په پلوی غونډه جوړه شوې وه.

د ویلو ده، چې په جلال اباد ښار کې له تیرو درېیو ورځو راهیسې د ډاکټر اشرف غني احمدزی په پلوي ګرځنده کمپاین هم روان دی.
XS
SM
MD
LG