د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

مدني ټولنې: ښه به دا وي چې افغان انتخابات دویم دور ته ولاړ نه شي


په افغانستان کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان وايي، ښه به دا وي چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات دویم دور ته ولاړ نه شي او د دې لپاره دې د جمهوري ریاست کاندیدان یو لوی ایتلاف جوړ کړي.

د ( مثبت یو ) په نوم د یوه ټولنیز سازمان غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې په روان امنیتي او سیاسي حالت کې به افغانستان ته د دوه ځلو انتخابات کول ستونزمن کار وي.

بل خوا ځیني کتوونکي وايي، ښايي د کاندیدانو شمېر نور راکم نه شي نو انتخابات هم په اغلب ګمان دویم دور ته ځي.

په دې اړه د احمد زبیر ژمن راپور اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG