د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

روسيه بيا افغانستان ته مخه کوي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا جګړه د پاي ته رسیدو په حال کې ده ایا روسیه د بیارغونې له پروژو سره یو وار بیا دې هیواد ته د ستنیدو هڅې کوي؟

په دې اړه په وروستیو کې د واشنګټن پوست خبریال کیون سیف په کابل کې د کور جوړونې د پروژې (خانه سازي) د کارګرانو ، په کابل کې د روسیې د سفارت له ویندوي او د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د روسي ژبې د محصلینو سره خبرې کړې وې.

ده لیکلي وو چې تیرکال د روسیې لوې موټر چې په نویو ماشینونو او تخنیکني وسایلو بار وو د خانه سازي پروژې ته ورسیدل .

هلته یوه سپينږیري کارګر واشنګټن پوست ته ویلي وو:

داسې احساس مې کاوه چې د سړې جګړې وخت بیرته را ګرځیدلی دی. په فابریکه کې د ماشینونو (درزهار) وو او روسان بیرته ساتنه شوي وو.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي ماموریت د پاي ته رسیدو په حال کې دی او د روان ۲۰۱۴ (م) کال ترپایه ښايي ټول عسکر له دې هیواده ووزي.

په همدې حال کې، روسیې په افغانستان کې د هغو پروژو په بیارغولو پيل کړی چې دپخواني شوروي د اشغال پر مهال پيل شوې وې او هم یې په دې هیواد کې خپلې سیاسي او فرهنګي هڅې چټکې کړې دي.

په کابل کې د روسیې د سفارت ویاند څو ورځې وړاندې واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي:

دا کار یوازې د افغانستان لپاره نه بلکه زموږ د خپلو اهدافو لپاره هم کیږي. تاسې ګوری چې په افغانستان کې د روسیې ګټې د زیاتیدو په حال کې دي.

خو د افغانستان ګټه په څه کې ده ؟

یو شمیر افغان کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان باید د دې لپاره چې لا زیات ونه ځپل شي، د غرب او روسیې ترمنځ د قدرت په سیالۍ کې یو متوازن موقف خپل کړي.

د افغانستان د اقتصاد پخواني وزیر محمد امین فرهنګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې غربي هیوادونه د روسیې په مقایسه زیات پوځي، اقتصادي او سیاسي قدرت لري .

فرهنګ وايي :

زه فکر نه کوم چې د روسیې د فدراسیون زیات نږدیوالی د افغانستان په ګټه دی . بلکه دا کولای شی په راتلونکې کې جدي ستونزې رامنځ ته کړي. که چیرې ناتو ، اروپايي اتحادیه نور نړیوال سازمانونه هغه مکلفیت چې تر اوسه یې د افغانستان په وړاندې احساساوو ، له منځه یوسي افغانستان به د کړاوونو او ستونزو ېوې تازه مرحلې ته داخل کړی.

ښاغلي فرهنګ په اوکرایین کې د روسیې وروستۍ پوځي مداخلې ته په اشاره وویل، دا هیواد غواړي چې د پخواني شوروي په اشغالي سیموکې خپل نفوذ ټینګ کړي او دا کار د منځنۍ اسیا لپاره هم له خطره ډک دی.

فرهنګ چې یو مهال د افغانستان د اقتصاد وزیر وو هغو ستونزو ته هم اشاره کوي چې له غربي هیوادونو سره د مرستو د پروګرامو په ارتباط موجودې وې او وايي:

موږ ډیرې ستونزې، جنجالونه او بحثونه درلودل ځکه هغوي غوښتل چې د مرستې پيسې بیرته د هغوي خپل اقتصادي سیسټم ته ورشي. دا ستونزه یوازې له امریکا نه بلکه له اروپايي هیوادونو سره هم وه چې هڅه یې کوله چې له افغانستان سره د مرستې پيسې په یوه ډول بیرته له دې هیواد وباسي.

خو واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي چې د جمهور ریس حامد کرزي په شمول یو شمیر افغان چارواکي د روسیې د مرستو ستاینه کوي او وايي چې روسیې د حکومت له ځانګړو ادارو سره کمکونه کړي چې ډير موثر وو.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت جوړه شوې سیلو اوس هم ډوډۍ پخوي او توزیع کوي خو زرهاوو افغانان د شوروي د اشغال پر مهال پر ایښودل شویو ماینونو والوتل او لا هم د خلکو ژوند ته تهدید دی.

زیات شمیر افغانان دا پوښتنه کوي چې ولې روسیې پدې وخت کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه دوتلو په حالکې دي، بیا خپله پښه را وړاندې کړې ده ؟

ځيني کسان دا په منځنۍ اسیا کې د نفوذ لپاره د نولسمې پيړۍ پرمهال د بریتانې د امپراطورۍ او شوروي ترمنځ د سترې لوبې (Great Game) ادامه ګني.

یو شمیر کسان دې ته اشاره کوي چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هیوادو سره ګډه پوله لري او د مخدرو موادو د تولید او قاچاق تر ټولو لوي مرکز دی.

یو شمیر روسي چارواکو هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د دوي اقتصادی پروژې او د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې ځانګړی پروګرام به روسیې ته د مخدرو موادو د قاچاق سرچینې بندې کړي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستیو کې په یوه رپوټ کې وویل چې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د روسي ژبې د زده کړې لپاره د محصلینو شمیر دوه برابره زیات شوی دی.

ټاکل شوې چې ډير ژر په افغانستان کې د روسیې کلتوري مرکز هم بیرته په فعالیت پيل وکړي.
XS
SM
MD
LG