د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

مصر: ٥٢٩ تنه په اعدام محکوم شول


د پخواني ولسمشر محمد مرسي د پلويانو خپلوان
د پخواني ولسمشر محمد مرسي د پلويانو خپلوان
د مصر یوې محمکې د دوشنبې په ورځ ۵۲۹ تنه د له واکه پرزول شوي جمهور ریس محمد مرسي او د هغه د ګوند، اخوان المسلمین د ملاتړ په جرم په اعدام محکوم کړل.

یوه مدافع وکیل احمد الشریف مطبوعاتو ته وویل چې دا کسان تیر دوبی د خونړیو لاریونو د پلان او د پولیسو افسرانو د قتل په شمول په بیلا بیلو تورونو مجرم پيژندل شوي دي.

شریف ټینګار وکړ چې محکمې د اخوان المسلمین شپاړس ملاتړ کونکي بې ګناه وپيژندل او خوشي یې کړل.

خو د طارق فودا په نوم یوه بل مدافع وکیل د محکمې پر حکم انتقاد وکړ او ویویل چې د محاکمې په ټوله پروسه کې عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.

"موږ باور لرو چې د محکمې پریکړه چې د جزايي اجراتو له قانونه سرچینه اخلي، منصفانه نه وه ځکه موږ خپل مخالفت ورسره اعلان کړ. موږ ټول موافق یو او پوهیږو چې اخوان المسلمین ډلې جنایتونه ترسره کړي، خو بیا هم باید په مصر کې د قانون د حاکمیت ملاتړ هم وکړو او د ټولو خلکو لپاره د عدالت ضمانت باید وشي"

د اخوان المسلمین ډلې د ۵۴۵ تنو ملاتړ کونکو پر ضد پرانیستل شوې دوسیه څو وارې ځنډول شوې وه .

مدافع وکیلانو ویلي چې دوی ته هیڅ وخت نه دی ورکړ شوی چې اسناد را غونډ اودوسیې محکمې ته د وړاندې کولو په خاطر برابرې کړي.

د ده په وینا ، اکثر کسان په غیاب کې محاکمه شوي دي.

د عفوې نړیوال سازمان هم ازادي راډیو ته وویل چې زیات کسان په غیابي ډول محاکمه شوي او د مصر حکومت د اپوزیسیون د ځپلو لپاره په ډله ایز ډول دومره زیات کسان په نښه کړي دي.
د عفوې په نړیوال سازمان کې د منځني ختیځ او د افریقا د شمال د برخې مسولې حسیبه حج سرويي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مصر حکومت د اپوزیسیون د ځپلو لپاره داسې غیر عادلانه کار کوي.

د دې چارواکې په وینا ، د مصر حکومت له اعدامه د اپوزیسیون د پلویانود ویرولو لپاره کار اخلي.
XS
SM
MD
LG