د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

رفعت: د پکتیا د والي په ګډون ځیني دولتي چارواکي د زلمي رسول په ګټه کار کوي


د جمهوري ریاست د یوه کاندید اشرف غني احمدزي د کمپاین چارواکي وایي، د پکتیا د والي په ګډون ځیني دولتي چارواکي د جمهوري ریاست د بل کاندید زلمي رسول په ګټه کار کوي.

خو د زلمي رسول د کمپاین مرکز دا شکایتونه ردوي او وایي، د دوی ټیم تل د انتخاباتو د قانون درناوی کړی.

د جمهوري ریاست لپاره د کاندید اشرف غني احمدزي د کمپاین چارواکي وايي، په دې اړه یې رسماً د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون شکایت کړی، چې د پکتیا والي او ځیني نورو دولتي چارواکي د زلمي رسول په ګټه له دولتي امکاناتو کار اخلي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین د رسنیو د څانګې مسوولې ازیتا رفعت په کابل کې د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په پکتیا کې د زلمي رسول په وروستۍ غونډه کې د انتخاباتو له قانونه ښکاره سرغړونې شوي دي:

″د پکتیا والي ښاغلي جمعه خان همدرد د دولتي مقام څخه په سوه استفادې د قانون د سریع حکمونو او انتخاباتي مبارزو د لایحو په خلاف د پکتیا په مرکز ګردیز کې خلک په زور او د پوهنې ورځې د لمانځلو په بهانه د زلمي رسول غونډې ته بللې وه.

د ښوونځي د زده کونکو، معلمانو او د دولتي ادارو د چارواکو برسیره والي خپله هم په دې غونډه کې ګډون درلود او ویاند یې د دې غونډې نطاق و″


د جمهوي ریاست کاندید زلمی رسول د شنبې په ورځ د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره د پکتیا مرکز ګردیز ته تللی و او د سلګونو کسانو یوې غونډې ته یې وینا کړې وه.

د پکتیا والي جمعه خان همدرد د زلمي رسول له ملاتړ څخه دی.

له دې غونډې وروسته د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون دا خبره رد کړې وه، چې ګنې والي یا نور چارواکي د چا په ګټه دولتي امکانات کاروي.

بل خوا د زلمي رسول د کمپاین یوه تن مسول طوفان وزیري د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوی ټیم په هیڅ کوم ځای کې قانون نه دی مات کړی او هر ټیم کولای شي خپل شکایت د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون کې د قانوني اجراتو لپاره ثبت کړي:

″د ډاکټر زلمي رسول ټیم د قانونه هیڅ ډول سرغړونه نه ده کړې بلکې د قانون تر شا ولاړ او د قانون مدافع دی.

دې ټيم د قوانینو ټول هغه موارد په نظر کې نیولي دي چې باید ټول کاندیدان یې په انتخاباتي مبارزو کې ترسره کړي.″


پخوا هم ځینو داسې ادعاوې شوې وې، چې د یوه یا بل کاندید په ګټه په ځینو ځایونو کې دولتی امکانات کارول کیږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي، چې هرچارواکي د انتخاباتو په ارتباط له قانونه سرغړونه وکړي له جمهوري ریاست نه به یې د ګوښه کیدو غوښتنه وکړي.

خو تر اوسه له څو تنو پولیسو پرته چې د کورنیو چارو وزارت یې دندې ځنډولي، نور څوک نه دي ګوښه شوي.
XS
SM
MD
LG