د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

زیات شمېر بهرني کارګران په افغانستان له جواز پرته کار کوي


د افغانستان د کار او ټولنېزو چارو وزارت تاییدوي چې؛ د یولک اوشل زرو بهرنیو کارګرانوله ډلې څخه چې په دې هیواد کې کارکوي؛ یوازې شل زره یې د کار رسمي جوازونه لري.

د دې وزارت چارواکي وایي، هغو شل زرو بهرنیو کارګرانو ته ځانګړي الیکټرونکي کارتونه هم ویشل شوي چې؛ له دوی سره په دې وزارت کې ثبت دي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې اړه دوی د وزیرانو شورا ته سپارښتنه کړې؛ څو هغه بهرنی کارګران چې په افغانستان کې کار کوي او رسمي جوازونه نه لري له دې هیواده وباسي.

ښاغلی افتخاري وایي، هڅه کیږي چې د افغانستان په داخل کې ترډیره کار افغان کارګرانوته وسپارل شي:

"له بده مرغه یوسلو شلو زرو په شاوخوا کې بهرني کارګران شته چې؛ دوی د کار جواز نه لري او په ساختماني او نورو برخو کي کار کوي، تاسو پوهیږئ چې، د افغانستان سرحدونه خلاص دي او بهرني کارګران په آسانۍ، پرته له پباسپورته په غیر قانوني ډول افغانستان ته راځي او کار کوي."

ښاغلي افتخاری زیاتوي چې د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې هیڅ یو بهرنی کارګر له جواز څخه پرته حق نه لري چې په افغانستان کې کار وکړي.

نوموړې زیاته کړه چې، دوی د امنیتي ارګانونو په همکاري د کار د څارنې یو سیار ټيم هم جوړ کړي چې له مخې یې تېر کال په افغانستان کې ۱۲۰ تنه بهرني کارګران چې د کارکولو جوازونه یې نه درلودل له دې هیواد نه وایستل شول.

د کار او ټولنېزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې لس میلیونه خلک د کار په شرايطو برابر دي چې؛ له دې ډلې څخه دوه نیم میلیونه یې بې کاره دي.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت له خصوصي شرکتونو څخه غواړي؛ څو هغه بهرني کارګران چې د کار له جواز نه پرته له دوی سره کار کوي؛ د جواز اخیستلو لپاره د کار او ټولنېزو چارو وزارت ته معرفي کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"یو شمېر کسان چې افغانستان ته د سیاحت لپاره راځي؛ دوی افغاني ویزه لري او له هغې څخه په استفادې پرته له دې چې د کار جواز ولري په یو شمېر خصوصي شرکتونو کې په کار پیل کوي؛ موږ له ټولو شرکتونو او هغو دفترونه څخه چې کسان نیسي؛ غواړو څو بهرني کارګران د کار د جواز د اخیستو لپاره د کار او ټولنېزو چارو وزارت ته معرفي کړي ترڅو راجستر شي."

په افغانستان کې ډیرشمیر خلک له بیکارۍ نه شکایت کوي او وایي، دا ستونزه د دې سبب شوې چې؛ ډېر شمېر ځوانان د خطرونو په ګاللوسره نورو هېوادونو ته د کار لپاره ورشي.

دوی سپارښتنه کوي چې، باید د بهرنیو کارګرانو پرځای افغان کارګرانوته کارونه وسپارل شي؛ ترڅو د هغوی اقتصادي ستونزې تریوه حده هوارې شي.

خویوه موضوع چې ورته ډیره ګوته نیول کیږي؛ هغه دا ده چې بهرني کارګران د افغان کارګرانوپه مقایسه کارونه ښه اوپه لوړ کیفیت ترسره کولای شي او همدا علت دی چې؛ شرکتونه ترډېره بهرني کارګران په کارونو ګماري.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG