د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د عراق لپاره د ازادۍ راډيو د دفتر رییس ووژل شو


د عراق د جمهوري رياست يوه ساتونکي په دې هېواد کې د ازادۍ راډيو د دفتر مسوول په ډزو وواژه.

محمد بديوي عبيد الشمري (Mohammed Bdaiwi Obaid Al-Shammari) پرون په جادريه سيمه کې ووژل شو.


عيني شاهدان وايي الشمري په جادريه سيمه کې خپل دفتر ته نژدې له امنيتي دروازې څخه د خپل موټر د تېرولو په حال کې و، چې د موټرو د تېرېدو د حق پر سر يې د جمهوري رياست د کردي پوځيانو له يوه غړي سره چې په موټر کې له نورو سره ملګرى و، لفظي شخړه وشوه.

دغه امنيتي افسر پر الشمري ډزې وکړې او بيا د پېښې له ځايه وتښتېد.

د عراق صدراعظم نوري المالکي وويل قاتلان به محاکمه شي.

٤٦ کلن الشمري له ٢٠٠٦م کال راهيسې د ازادۍ راډيو له عراقي څانګې سره کار کاوه.

وژونکى د پېشمرګ په نامه د کردي ملېشو غړى دى، دغه ساتونکي د هغې سيمې د ساتنې مسووليت لري چې په خټه د کردي ولسمشر جلال طالباني په کنټرول کې دي. په دې ځاى کې د جمهوري رياست اړوند کورونه او دفترونه پراته دي.

په عراق کې د ازادۍ راډيو د دفتر مسوول د عراقۍ څانګې د پنځلسمې کاليزې په مناسبت د تېر ميلادي کال په اکتوبر مياشت کې له خپلې څانګې سره خبرې کړې وې:

”زه په ډاډه زړه وايم چې د ازاد عراق له راډيو سره د اووه کلن کار پر مهال راته معلومه شوه، چې د مطبوعاتو ازادي له همدې راډيو سرچينه اخلي.“

محمد بديوي عبيد الشمري په بغداد کې د المستنصرية پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد هم و، په عربي ژبه يې ګڼ کتابونه هم چاپ شوي دي.
XS
SM
MD
LG