د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

عبدالروف ابراهیمي د عبدالرب رسول سياف په ملاتړ غونډه جوړه کړه


ښاغلى سياف
ښاغلى سياف
د کندز په حضرت امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د کانديد عبدالرب رسول سياف په ملاتړ د ولسي جرګې د مشرله خوا يوه لويه غونډه جوړه شوه، چې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو په کې برخه اخیستې وه.

د ولسي جرګي مشر عبدالروف ابراهیمي په خپلو خبرو کې سياف يو جهادي رهبر او د اسلامي نړۍ یو ستر عالم وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې په راتلونکو انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي:
”تاسو غوښتنه کوم چې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړئ“

د سياف د ملاتړ په دې غونډه کې د نوموړي دويم معاون مولوي عبدالوهاب عرفان په خپلو خبرو کې دغونډي ګډوالوته وویل، چې دوی که په دغو انتخاباتو کې بريالي شي، نو دکندز د خلګو لپاره به په ډیرو بنسټیزو پروژو کار پيل کړي:

”اداري فساد چې د افغانستان نوم ته یې د نړۍ په سطحه ډير سخته ضربه رسولي ده،موږ غواړو چې دافغانستان نوم هم د اسلامي امت په منځ کې او همدارنګه د نړۍ په سطحه بېرته تازه او لوړ کړو او له دې شومې پدیدې سره به جدي مبارزه وکړو“

نوموړي دا هم وويل چې اوس خلک په دې پوهېدلي دي چې څنګه چا ته په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې رايه ورکړي.

د سياف په ملاتړ دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ د يو بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ دکندز په آبدان دښتې کې یوه ستره غونډه جوړه شوي وو.
XS
SM
MD
LG