د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

پکتيا: د زلمي رسول په پلوي غونډه وشوه


د ګردېز ښار تېرې سيمې د فوټبال ستر لوبغالي کې د ولسمشرۍ د نوماند زلمي رسول د کمپاين غونډه جوړه شوې وه او په دې غونډه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو برخه اخيستي وه.

ځينو ګډونوالو له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې؛ د معارف پروګرامونو د پيلېدو په نوم وربلل شوي وو؛ خو سهار د مديرانو له خوا ورته ويل شوي چې؛ دوی د زلمي رسول غونډې ته د والي په غوښتنه بايد حتمي ورشي:

"بېګا دشپې ليسې مدير زنګ راته وکړ چې؛ سبا لېسې ته حتمي په ۷ نيمو بجو راشئ، کله چې راغلو، ويل يې چې والي صاحب ويلي دي، حتمي بايد د زلمي رسول غونډې ته ورشئ.

۲- د ټولو ليسو او شپې ليسې زده کوونکي غوښتل شوي دي چې؛ دلته د معارف غونډه ده، هغه په سټیډيوم کې د زلمي رسول غونډه وه او هغې ته خلک ورغوښتل شوي دي او ټول زده کوونکي ورځي مجبور دي."


ځينو ګډونوالو وويل له لرو پرتو ولسواليو څخه غونډې ته د ولسوالانو له خوا راغوښتل شوي او په خبره يې چې ټول لګښت او مصارف يې ولسوالان ورکوي. دپکتيا څو تنه اوسېدونکي وايي:

"موږ يې د ولسوالۍ څخه راغوښتي يو او ولسوالانو راته ويلي دي چې؛ راشو مصارف هم هغه راکوي او موږ د ولسوال په غوښتنه راغلي يو؛ موږ ويل هسې ولسوال رانه خپه نه شي.

۲- زه مامور څمکنی له څمکنيو ولسوالۍ څخه راغلی يم. له دغې ولسوالۍ چې څومره کسان راغلي ټول په پيسو راغوښتل شوي، زر، زر روپۍ ورکوي، مصارف راکوي او بله دا موږ ويل هسې ولسوال رانه خپه نه شي. قومي سيسټم دی.“


موږ هڅه وکړه چې په رسمي وخت کې دحکومتي کارکوونکو د ګډون په اړه په کمپايني غونډو کې د ولايت مقام نظر هم ترلاسه کړو؛ خو د پرله پسې هڅو سره، سره ونه توانېدو.

په مشرانو جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي عبدالحنان حق ويون دا غونډه د پکتيا والي له خوا وربلل شوې غونډه وګڼله.

سناتور عبدالحنان حقويون دغه خبره په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پکتيا والي وياند روح الله سمون له رسنيو سره په خبرو کې دا رد کړه چې دوی د چاملاتړ کوي، حال دا چې په نننۍ غونډه کې روح الله سمون په خپله ويندويي کوله.

راپور: داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG