د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

صدیقي: د سرینا په هوټل حمله د انتخاباتو د ګډوډلو په هدف شوې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کابل ښارکې د سرینا په هوټل حمله د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډلو په هدف شوې ده.

تیره شپه په کابل سرینا هوټل د څلور تنو وسله والو مخالفینو په حمله کې نهه تنه ملکي وګړي ووژل شول او شپږ تنه ټپيان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غواړي څو په افغانستان د وسله والو ډله ییزو بریدونو د تنظیموونکو په پیژندګلوې او نیولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د جمعې په شپه شاوخوا نهه بجې په کابل ښارکې څلور تنو حمله کوونکو د کابل سرینا په هوټل حمله وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په دې حمله کې نهه ملکي وګړي مړه او شپږ تنه ټپيان شوې دي.

صدیقي وایي، چې دغه حمله د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو په هدف شوې ده:

″دا حمله د افغانستان له انتخاباتو سره مستقیمه اړیکه لري، دښمنان هڅه کوي چې د تروریستي حملو له لارې د دې هېواد خلک د راتلونکې په هکله اندیښمن کړي.

د کورنیو چارو وزارت دا تروریستي حمله یو بشري جنایت بولي او له نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه په جدي توګه غواړي چې اول د دې حملې په محکومولو کې موږ سره مرسته وکړي او د هغو کسانو په پيژندلو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي چې دا حملې تنظیموي.″


هغه همدا وایي، چې په کابل سرینا هوټل د تیرې شپې په حمله کې څلور بهرني وګړي چې د کاناډا، نیوزیلند، هند او پاکستان وو، پنځه افغانان چې دوه ماشومان هم په کې شامل وو وژل شوي دي.

په دې پيښه کې همدا راز شپږ تنه چې یو بهرنی هم په کې شامل دې ټپيان شوې دي.

د رپوټونو له مخې په دې پيښه کې یو افغان خبریال له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې دغه حمله له افغانستانه بهر پلان شوې وه چې هدف یې د افغانانو په ذهنونو کې د ویرې اچول وو.

هغه وایي، چې د دې پيښې د جزیاتو څرګندولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په جدي توګه هڅې کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کتونکي وایي، څو چې په نظام کې اصلاحات رانه شي او د خلکو اعتماد ترلاسه نشي د دا ډول حملو مخه به ونه نیول شي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانۍ وزیر فقیر محمد فقیر په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″دولت په هغه صورت کې کولاې شي چې د خلکو اعتماد ترلاسه کړي، کله یې چې د خلکو اعتماد ترلاسه کړ خلک بیا له دولت سره همکاري کوي.

زموږ ټوله ستونزه د دولت له ادارې سره ده او دا ستونزې هم چې رامنځ ته کیږي د همدې فاسدې ادارې له کبله د ټول افغانستان خلک له له ستونزو سره مخامخ دي او دوی هم ورسره لاس او ګریوان دي.″


سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت وایي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي خو په دې وروستیو څو ورځو کې وسله والو مخالفینو په بیلابیلو ولایتونو کې انتحاري حملې او وسله وال بریدونه وکړل.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دوی د انتخاباتو د امنیت لپاره جدي هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته یواځې پنځلس ورځې پاتې دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG