د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

حامد کرزي ۱۳۹۳ کال د افغانستان لپاره له سیاسي پلوه مهم وباله


افغان ولسمشرحامد کرزي یو ځل بیا له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ولسمشرکرزي په خپله راډیويي وینا کې چې د نوي کال په مناسبت یې کړې وویل، افغانان باید په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.

حامد کرزي همدا راز له ټولو افغانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد د لا ښکلا لپاره په خپلو سیمو کې نیالګي کینوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د کرنې وزارت مسوولینو ازادي راډیو ته وویل، چې د نوي کال لپاره یې د خصوصي سکتور په مرسته دوه څلویښت میلیونه نیالګي روزلي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې به کینول شي.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته یواځې شپاړس ورځې پاتې دي ولسمشر کرزی له ټولو افغانانو غواړي چې په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ولسمشرکرزي په خپله راډیويي وینا کې چې د نوي کال په مناسبت یې کړې، ۱۳۹۳ کال د افغانستان لپاره له سیاسي پلوه مهم کال وباله.

حامد کرزي له ټولو افغانانو وغوښتل، چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي:

″دا نوې کال زموږ لپاره له سیاسي پلوه هم ډیر مهم کال دې، ځکه څو ورځې وروسته به د همدې نوي کال په لومړی میاشت کې انشاالله زموږ خلک د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

زه له خپلو ټولو هېوادوالو څخه چې د رايي ورکولو واجد شرایط وي غواړم څو د حمل په شپاړسمه نیټه د رايي ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او په انتخاباتو کې په ګډون سره خپله ملي دنده ترسره کړي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي.″


ولسمشرکرزي تر دې مخکې هم تل د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات یوه لویه لاسته راوړنه بللې او ویلې یې دي، چې د دې انتخاباتو له لارې به هېواد کې لا ډیر ثبات راشي او هېواد به د ابادۍ پر لور لاړ شي.

خو نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یو شمېرافغانان د راتلونکو انتخاباتو په اړه اندیښن دي.

د دوی په باور د روانو ناامنیو او په انتخاباتو کې د لاسوهنو او درغلیو د احتمال له امله د دې خطر شته چې راتلونکي انتخابات شفاف نه وي.

خو ولسمشرکرزی بیا ډاډ ورکوي، چې هېڅ دولتي ارګان یا بهرنیانو ته به په انتخاباتو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

حامد کرزي پخپله راډیويي وینا کې چې هر پنځلس ورځې وروسته د ملي راډیو له لارې خپریږي همدا راز له ټولو افغانانو وغوښتل چې د خپل هیواد د لا ښکلا لپاره پخپلو سیمو کې نیالګي کینوي.

ولسمشر له بزګرانو هم وغوښتل چې د ښار د لا ښکلا او زرغونتوب لپاره جدي هڅې وکړي:

″د نیالګیو کینول، کښت او زراعت د زرغونتیا نښه ده، د چاپیریال ساتنې، بیارغاونې او د هیواد د زرغونتیا لپاره اړ یو چې مونږ هر یو کم له کمه یو نیالګۍ کینوو.

هیله مند یم چې زموږ باغوانان سږکال خپل باغونه لا پراخ کړي او د بزګرانو حاصل مو سږکال ډیر شي، هیله مند یم چې له دې فرصت نه مونږ ټول د خپل ځان او خپل هیواد لپاره لا ښه ګټه واخلو.″


دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه اوونۍ مخکې د کرنې وزارت مسوولینو آزادي راډیو ته وویل چې د نوي کال لپاره یې د خصوصي سکتور په مرسته دوه څلویښت میلیونه نیالګي روزلي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې به کینول شي.

د دې وزارت د چارواکو په خبره د تېرکال په مقایسه سږ کال دوه برابره نیالګي روزل شوي او کوښښ کیږي، چې له پلان سره سم په مناسبو ځایونو کې کینول شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG