د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

"په انتخاباتو کې هر ډول لاسوهنه د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ کولای شي"


د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د اروپايي ټولنې څارونکې ډله کابل ته رسیدلې.

د دې شپاړس کسیزې ډلې مشر خبرداری ورکړی، چې که په انتخاباتو کې لاسوهنه وشي نو د افغانستان راتلونکی ثبات په خطر کې لویدای شي.

دا ډله وايي، چې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو تراعلانیدو پورې به په افغانستان کې وي او د انتخاباتو د ټولو چارو به څارنه کوي.

د افغانستان د انتخاباتو د څارنې لپاره د اروپايي ټولنې څارونکې ډله خبرداری ورکوي چې له رایو پرته د راتلونکو انتخاباتو پر نتایجو د نفوذ غورځولو هره بله هڅه به د دې هېواد ثبات له خطر سره مخ کړي.

دا شپاړس کسیزه ډله کابل ته له را رسیدو وروسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو په ټولې پروسې به څارنه وکړي.

خو د دې ډلې رییس تیجز بیرمن خبرداری ورکړ، چې په دې انتخاباتو کې هر ډول لاسوهنه د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ کولای شي:

″هره هڅه چې له ریښتینو رایو پرته د انتخاباتو په نتایجو د نفوذ لپاره وشي، ددې هیواد راتلونکی ثبات او سوله په خطر کې اچولی شي.

یوازې د ښو انتخاباتو پروسه رایه ورکوونکو، ګټوونکو او بایلوونکو ته په انتخاباتو کې د ګډون له امله ویاړ ورکولای شي.″


ښاغلي بیرمن وویل، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په بلنه افغانستان ته راغلي دي.

هغه وویل، چې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو تر اعلانیدو پورې به خپلې څارنې ته دوام ورکړي.

بیرمن وویل، چې دوی به په کابل کې اوسیږي خو د افغانستان یو شمیر لویو ولایتونو ته به هم سفر وکړي.

د بیرمن په وینا د رایې ورکولو په ورځ به د دوی څارونکي د رایې ورکولو ځینو مرکزونو ته ولاړ شي.

یو شمېر افغان کتوونکي وايي، چې د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې د اروپايي ټولنې څارونکو پياوړی رول درول.

د دوی په وینا په دې انتخاباتو کې د څه باندې یو ملیون رایو په باطل اعلانیدو کې هم ددې ډلې رول و، چې له امله یې انتخابات دوم دور ته ولاړل خو بیا ونه شول.

د اروپايي ټولنې له څارونکې ډلې سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازي میشیل ملبن هم د جمهوري ریاست انتخابات د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم وبلل:

″موږ هیله لرو چې هر څوک ، کاندیدان، د حکومت چارواکي، د رسنیو استازي او نور ټول هغه کسان چې د انتخاباتو د کامیابولو د پروسې یوه برخه دي، مسوولانه چلند وکړي او داسې عمل به وکړي چې له امله افغانستان یې یو مهم دیموکراتیک ګام پورته کړي او د افغانستان په تاریخ کې د قدرت د لومړي ځل سوله یېز انتقال یقیني کړي.″

اروپايي ټولنه د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو له تمویلوونکو څخه هم ده.

ټاکل شوې له بهرنیانو پرته په زرګونو افغان څارونکي هم د حمل د میاشتې د شپاړسمې نیټې انتخابات وڅاري.

خو ناامني ددغو انتخاباتو د څارنې په مخ کې یو لوی خنډ بلل کیږي.

لرو پرتو سیمو ته د څاروونکو ورتګ یو ستونزمن کار دی.
XS
SM
MD
LG