د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

چين د مس عينک کان پر تړون له سره غور کوي


ځينې چارواکي وايي چين غواړي د مس عينک کان پر تړون چې ٣ مليارده ډالره ارزښت لري، له سره غور وکړي.

د کانونو د قانون نه تصويبېدل، ناامني او نور مسايل د دې کان د راسپړلو په وړاندې لوى خنډونه بلل شوي دي.

خو د کانونو وزارت وايي چين د دې کان د سپړلو چارې نه دي درولي او ډېر ژر به پراختيا ورکړل شي.

د ام، سي، سي (MCC) په نوم يو چينايي شرکت د دې کان د سپړلو تړون په ٢٠٠٧م کال کې له افغان حکومت سره لاسليک کړ، چې د سړک، د رېلګاډي د پټلۍ او د مسو د تصفيې د فابريکې جوړول په کې شامل دي.

راپورونه وايي د چين ام، سي، سي شرکت غواړي په لوګر کې د مس عينک کان د سپړلو پر تړون له سره غور وکړي او ځينې امتيازونه چې يې منلي وو، لغو کړي.

په نړيوالو بازارونو کې د مسو د بيې ټيټېدو، د چين ورو اقتصادي وده او په افغانستان کې امنيتي ستونزې د دې کار دليل ښوول شوى دى.

د چين (سوت چاينا مارننګ پوسټ) ورځپاڼې راپور ورکړى چې ام، سي، سي شرکت غواړي د رېلګاډي د پټلۍ، د برېښناکوټ او د مسو د تصفيې د فابريکې له جوړولو ډډه وکړي.

دغه شرکت دغه راز غواړي د ٨٠٨ مليونه ډالره اضافي پيسو له ورکړې چې بايد د تړون پر اساس يې افغانستان ته ورکړي، ځان تېروي.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوى و، چې د کان په ساحه کې د ناامنيو او هلته د لرغونو اثارو د راوتلو له کبله د کان د سپړلو چارې ټکنۍ شوې دي.

خو د افغانستان د کانونو وزارت وايي چې د دې کان د سپړلو چارې اوس هم روانې دي.

د دې وزارت وياند رفيع الله صديقي ازادۍ راډيو ته وويل د کان د سپړلو چارې به ډېر ژر پراخې شي:

”د مس عينک په پروژه کې کار روان دى. د پروژې د اړتيا له مخې په سيمه کې د بيارغونې ځينې چارې روانې دي. ډېر ژر به د پخوا غوندې د کان د راسپړلو چارې پراخې شي“

د مس عينک کان د راسپړلو په وړاندې بل خنډ د کانونو د قانون نه تصويبېدل ښوول شوي دي او اټکل کېږي چې ښايي نوى حکومت يې تصويب کړي.

د کانونو وزارت وياند ښاغلى صديقي وايي که دغه قانون تصويب شي، په افغانستان کې به زيات پانګوال پانګونې ته زړه ښه کړي:

”د کانونو نوى قانون مو د افغانستان پارلمان ته لېږلى، خو لا هم تصويب شوى نه دى. له شک پرته افغانستان داسې هېواد دى چې پانګوال ډېره لېوالتيا نه ورسره لري. خو دا قانون کولاى شي دغسې جذابيت مخکې له مخکې ايجاد کړي“

د مس عينک کان چې ويل کېږي ٥ اعشاريه پنځه مليونه ټُنه مس په کې دي، د نړۍ له لويو کانونو ګڼل کېږي.

د دې کان د مسو کيفيت هم ښه دى، دا مهال د نړۍ په بازارونو کې يو کيلوګرام مس په شپږو ډالرو او ٦٠ سنټونو خرڅېږي. حال دا چې په ٢٠١١م کال کې د يو کيلوګرام مسو بيه ٩ ډالره او ٩٠ سنټه وه.

څرنګه چې په تېرو کلونو کې د مسو بيه لوړه وه، چين د مس عينک کان له سپړلو سره لېوالتيا ښوولې وه.
XS
SM
MD
LG