د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

نورستاني: انتخابات به شفاف او د مداخلو پرته سرته ورسیږي


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکې ‌ډا‌‌ډ ورکوي، چې راتلونکي انتخابات به شفاف او د مداخلو پرته سرته ورسیږي.

د دې کمیسیون ريیس محمد یوسف نورستاني د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي او څارنې د همآهنګۍ په غونډه کې وویل، هغه کاندیدان چې د دوی په کارونو شک لري باید خپلې اندیښنې له دوی سره شریکې کړي.

سره له دې چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د شفافیت او امنیت په اړه اندیښنې شته خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، چې هیچاه ته به اجازه ورنه کړي چې په انتخاباتو کې مداخله وکړي.

د دې کمیسیون رییس محمد یوسف نورستاني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوی او څارنې په جوړه شوي غوڼدې کې وویل، ځیني وخت د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدان د انتخاباتو په اړه د درغلۍ خبرې کوي چې خلکو ته هم ډیرې اندیښنې پیدا کوي.

ده له ټولو کاندیدانو وغوښتل، چې د انتخاباتو په اړه خپلې اندیښنې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سره شریکې کړي.

د کاندیدانو څخه زموږ هیله او غوښتنه داده چې لاړ شي او د افغانستان خلکو ته خپل پروګرامونه بیان کړي هغوې د افغانستان کلیو او بانډو ته لاړ شي د دې په ځای چې خلکو ته تشویش پیدا کړي، چې کمیسیون تقلب کوي او یا کمیسیون په بې طرفې تورنوي زه تاسې ته یو ځل بیا ټينګار کوم چې زما د ژوند تر وروستې شیبې پورې به کمیسیون خپله خپلواکې وساتي.

د ښاغلي نورستاني له خوا په داسې حال کې په شفافو انتخاباتو ټینګار کېږٍي، چې ځیني کاندیدان او د انتخاباتو د څارنې یو شمېر ادارې لا هم اندیښنه لري چې ښایي راتلونکي انتخابات عادلانه نه وي.

خو جمهور رییس حامد کرزي په خپله وروستې وینا کې ټینګار وکړ، چې په انتخاباتو کې به د بهرنیانو او د حکومتي کارونکو مداخلې ونه زغمي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالاانشا ریس ضیاالحق امرخیل وایي، د راروانو انتخاباتو په هکله د دوی د عامه پوهاوی پروګرام په بریالۍ توګه په مخ ځي.

که څه هم د حمل د شپاړسمې انتخاباتو ته په شمېر ورځې پاتې دي، خو داسې اندیښنې شته چې ممکن په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له امله انتخابات په شفافه توګه ترسره نه شي.

پرعامو خلکو او د انتخاباتو له بهیر نه د څارنې د ادارو ترڅنګ د ولسي جرګې غړو هم له دې امله اندیښنه ښودلې او له امنیتي ارګانونونه یې غوښتې چې د انتخاباتو په درشل کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG