د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۷

په غزني کې چاودني نهه تنه مړه او ټپيان کړل

نن غرمه په غزني ښار کې چاودنه شوې ده چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. چارواکي وايي، چاودنه د ريموټ کنټرول ماين وه او هدف يې د اندړو ولسوالۍ يو امنيتي چارواکی وو.

چاودنه نن غرمه په غزني ښار کې دننه، د غزني د جنايي امريت ودانۍ ته څېرمه وشوه چې پکې د چارواکيو په خبره دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

په وژلو شويو کسانو کې يو مسافر او يو هم د اندړو ولسوالۍ جنايي مدير دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، د چاودنې هدف د اندړو ولسوالۍ جنايي مدير محمد ظاهر وو، خو وايي په دغه سيمه کې همېشه د خلکو ګڼه ګوڼه وي، ځکه پکې نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

دی وايي، ماين په يوه بايسکل کې ځای پر ځای شوی وو او په ريموټ کنټرولېده:

"يو ريموت کنټرول ماين چې په بايسکل کې ځای پر ځای شوی وو، چول شوی دی چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي، وژل شوي کسان يو د اندړو ولسوالۍ جنايي مدير محمد ظاهر او يو بل مسافر دی."

خو د غزني د ملکي روغتون رئيس ډاکټر باز محمد همت بيا وايي، دوی ته د پېښې له ځای څخه دوه جسدونه او اته تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

دی وايي، د ټپيانو ډېری برخه عام وګړي دي.

تر اوسه پورې د پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

په غزني کې دا ډېر وخت داسې کومه پېښه نه وه شوې، خو د ژمي د زور تر ختو وروسته، دا د ناامنو د زور نيولو لومړۍ پېښه ده.
XS
SM
MD
LG