د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ملګرو ملتونو شفاف انتخابات د افغانستان د ثبات لپاره مهم وبلل


ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شفافو او بې طرفه انتخاباتو پر ترسره کیدو ټینګار وکړ.

د یوناما مرستیال چې د دغې ادارې سرپرست مشر هم دی وایي، د اپریل د پنځمې نیټې انتخابات د افغانستان د بریالۍ راتلونکې لپاره ډیر مهم دي.

نیکولاس هایسم زیاته کړه، چې د هرې هغې هڅې مخه باید ونیول شي چې پر انتخاباتو اعتماد کمزوری کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره هم دا انتخابات مهم دي.

ورته خبره د ولسمشرۍ یوه کاندید زلمي رسول وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته وکړه او ویې ویل، هرڅوک چې په درغلۍ دا انتخابات ګټي هغه دغه هېواد باثباته نه شي ساتلی.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه بیا لیکي، چې زلمی رسول هغه څوک دی چې حامد کرزي په ښکاره ویلي دي، چې ښه شو چې د ده ورور قیوم کرزی هغه ته تیر شو، خو زلمي رسول دغې ورځپاڼې ته ویلې دي چې تر ټولو بده سناریو هغه ده چې دا انتخابات سم ترسره نه شي، ځکه چې له دې سره به افغانان پر ډیموکراټیک بهیر بې باوره شي او بیرته به لومړۍ مرحلې ته ستانه شي هغه پړاو ته چې د واک د انتقال لپاره د دې پر ځای چې رایي وکاروي له کلاشینکوفه به کار اخلي.

د ولسمشرۍ بل کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د انتخاباتي مبارزې له پیله دا خبره کوي چې له درغلیو پرته بل حریف نه لري او اشرف غني احمدزي اوس ویلي دي، چې ولس به درغلۍ ونه زغمي او هغه وختونه اوس نه دي چې غلی اکثریت به غلی کښیني.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې اجراییو رییس جانداد سپین غر ازادي راډيو ته وویل، چې په انتخاباتو کې به درغلۍ ناوړه پایلي ولري:

″دولتي چارواکي هم تقسیم دي، زموږ اردو هم په قومونو تقسیم ده او متاسفانه قومي انګیزې هم شته دی، نو خدای مه کړه که نتیجه یوه پلو ته د منلو نه وي د هغه طرفداران چې هم په حکومت کې دي او هم په پولیسو او ملي اردو کې دي او هم په ښارونو کې دي، نو د مظاهرو او ځینو مسلحانه نښتو امکان هم ورسره پیدا کیږي، خو موږ هیلمن یوو چې داسې پیښې رامنځته نه شي″

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر په خپلې خپرې کړې اعلامیې کې څرګندوي چې درغلۍ د افغانستان اکثریت ته د منلو نه دي او که چیرته په انتخاباتو کې درغلۍ وشي پرته له څه شکه به له دغه هېواد سره د نړیوالو پر مرستو ناوړه اغیز وکړي.
XS
SM
MD
LG