د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د شین خوست په نوم د نیالګیو د کینولو کمپاین پیل شو



نجیب الله الوخیل
د هر سپرلي په شان سږ کال هم په خوست کې د نیالګیو د کینولو کمپاین د یو پراخه جشن په ترسره کولو پیل شو، د خوست د ولایت چارواکیو له خوا د نیالګیو د کینولو سږني جشن ته د شین خوست نوم ورکړل شوی او ټاکل شوې، د خوست ښار او ولسوالیو په مناسبو ځایونو کې په لسګونو زره میوه لرونکي او نور زینتي نیالګي، چې د طبعیت په ښکلا او د هوا په صفايۍ کې ځانګړی ارزښت لري، کینول شي.

د شین خوست په نوم د نیالګیو د کینولو کمپاین په یاد ولایت کې د اداري کمپلیکس له پراخې ساحې چې تر اوسه په کې نیالګي نه وو کېنول شوي، راپيل شو، حکومتي چارواکیو، لسګونو دولتي مامورینو او د مدني ټولنې غړو د ملي اتڼونونو او غبرګو ډولونو په ملتیا په سلګونو نیالګي کېنول او تمه ده، چې په نورو سیمو کې به هم دا لړۍ د څو ورځو له پاره دوام وکړي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د سه شنبې په ورځ د نیالګیو د کینولو په جشنواره کې مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په پام کې لري، د ښار او اطرافو په ټولو هغه سیمو کې، چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه او استوګنه زیاته ده، میوه لرونکي او زینتي ونې چې د طبعیت د ښکلا سبب ګرځي کینوي:

((د ولایت مقام، ټولو ولسوالیو په ادارو، تعلیمي مرکزونو او نورو هغه ساحو کې چې خلک ورسره لیدنه کتنه کوي او یا په کې د خلکو ګڼه ګوڼه وي، په هغو کې مو هم د شین خوست په نوم د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل کړی دی او موخه مو داده، چې اصلاً زموږ چم او ګاونډ په رښتیا سمسور او زرغون شي.

همدارنګه موږ په مناسبو ځایونو کې د میوه لرونکیو نیالګیو د کېنولو له پاره هم کمپاین شروع کړی او عامه پوهاوی مو شروع کړی او پیغامونه مو هم همدا دي، چې په خوست کې څومره ډېر کیدای شي، ونې کېنول شي، چې له میوو يې ګټه پورته شي او زموږ طبعیت پرې ښایسته شي.))


قومي مشر حاجي محمدعلي ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، خلک باید د خبرو او شعار پر ځای د سپرلي په دې موسم کې عملاً د نیالګیو په کېنولو او د چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي:

((زه په مجموع کې د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د خوست میشتو ولسونو څخه دا هیله لرم، چې د وطن په سمسورتیا او ښکلا کې فعاله برخه واخلي، یوازې دا نه چې دوی یوازې خبرې وکړي، بلکې هر سړی د حد نه زیات کوښښ وکړي، د وطن په جوړولو او د وطن په سمسورولو کې.))

د خوست ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار بیا ټینګار وکړ، چې تر ښار په اطرافو او ولسوالیو کې د نیالګیو د کېنولو له پاره مساعد چاپیریال شتون لري او باید اطرافي سیمې له پامه ونه غورځول شي:

((دا د ونو د لږولو کمپاین باید ولسوالیو ته هم وغځول شي، دلته په ځنو ولسوالیو کې ښې اوبه شته، ښه موقع ورته مساعده ده او ښه هوا لري، موږ باید هر څوک د دې په ارزښت وپوهوو، تر څو ښې ډېرې ونې کېنول شي، دا چاپیریال ښکلی کوي، زموږ ناروغۍ ورکوي او هوا ښه او تصفیه کوي.))

که څه هم د سپرلي په موسم کې د نویو نیالګیو کېنول د چاپیریال د سمسورتیا او ښېرازۍ له پاره یو غوره اقدام بلل کیږي، خو کتونکي اندېښنه لري، چې د نیالګیو نه اوبول او د هغې ساتنې او پالنې ته د لازمې پاملرنې نه شتون د دې لامل کیږي، چې د کال په نورو موسمونو کې ډیری نیالګي وچ او بیکاره شي.
XS
SM
MD
LG