د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

پوتین د کریمیا د وضعیت په اړه د خپل هېواد پارلمان ته وینا کوي


د روسیې جمهور ریس ولادیمیر پوتین به نن د کریمیا د وضعیت په اړه د خپل هیواد د پارلمان دواړو خونو ته وینا وکړي.

د روسیې د پارلمان د استازو جرګې یا دوما [Duma] لومړي مرستیال ایوان ملنیکوف پرون وویل چې؛ جمهور رییس پوتین به د مسکو په وخت په درو بجو وینا کوي.

جمهور رییس پوتین پرون هغه فرمان لاسلیک کړ چې؛ له اوکراینه د کریمیا جلاکېدل او د کریمیا د خپلواکۍ اعلان په رسمیت پیژني.

کریمیا د خپلواکۍ تر اعلان وروسته د روسیې فدراسیون ته د ور ګډيدو رسمي غوښتنه وکړه.

د کریمیا د وضعیت په اړه په عکس العمل کې واشنګټن او اروپايي اتحادیې پرون پر یوشمېر روسي چارواکو او په روسیه کې د وسلو جوړولو پر یو شمېر کمپنیو بندیزونه ولګول.

پر یو شمېر هغو اوکراینیانو هم بندیزونه لګیدلي چې؛ روسیې ته یې د خپل هېواد په سیاسي چارو کې د مداخلې لاره خلاصه کړې وه.

جمهور رییس بارک اوباما پرون په واشنګټن کې پر یو شمېر روسي چارواکو د بندیزونو د اعلان پر وخت وویل:

"نن زه د روسیې او هغو کسانو پر ضد چې په اوکرایین کې د روان وضعیت مسوولیت لري؛ د اقداماتو یوه لړۍ اعلانوم او دا اقدامات زیاتېدونکي دي. زه د خپل هغه فرمان له مخې چې دوې اونۍ مخکې لاسلیک شوی؛ پر یوهغو کسانو چې د اوکرایین د خاورې بشپړتیا یې تر پښو لاندې کړې بندیز لګوم. موږ غواړو دا ورته واضح کړو چې؛ د هغوی اعمال عاقبت لري."

جمور رییس اوباما د روسیې له خوا د نورو تحریک امیزه حرکتونو په صورت کې د دې بندیزونو د پراختیا خبرداری هم ورکړ.

متحدو ایالاتو پرون د روسیې د صدراعظم پر مرستیال؛ د روسیې د پارلمان د مشرانو جرګې پر رییس او د جمهور رییس پوتین پر دوو نږدې سلاکارانو بندیز ولګاوه.

په هغو اوکراینیانو کې چې د امریکا د بندیزونو په لست کې راغلي د اوکرایین له واکه پرزول شوی ولسمشر ویکټور یانوکوویچ او د کریمیا دوه سیاستوال چې د روسیې پلوي یې کوله شامل دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني دا امکان نه دی رد کړی چې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بندیزونو په لست کې شامل شي او یا دا چې امریکا د اوکرایین له نوي حکومت سره پوځي مرستې وکړي.

خو ټينګار یې وکړ چې، امریکا لا هم پر ډيپلوماسۍ اتکا کوي:

"په دې کې شک نشته چې موږ به د وضعیت د لا خرابولو پر ځای د کړکیچ د کرارۍ لپاره د اقتصادي او ډيپلوماټیکو اقداماتو ملاتړ ته دوام ورکوو."

د اروپا اتحادیې پرون پر ۲۱ تنو چې دیارلس یې روسان او اته تنه یې د کریمیا دي، د سفر بندیز ولګاوه او د هغوی پانګې یې کنګل کړې.

اروپايي اتحادیې پرون وویل، د جمعې په ورځ به د اوکرایین له نوي حکومت سره د ازاد تجارت او د ګډ شراکت ستراتیژیکه موافقه لاسلیک کړي.

د جاپان حکومت هم نن په اوکرایین کې د مداخلې په خاطر پر روسیې بندیزونه وضع کړل.

د جاپان حکومت نن وویل چې؛ له روسیې سره د ویزې د ازادۍ، د پانګونې او د فضايي او پوځي همکاریو د پراختیا لپاره ټولې مذاکرې ځنډوي.

اروپايي اتحادیې او امریکا ټینګار کړی چې؛ په کریمیا کې د یک شنبې د ورځې نظر پوښتنه چې پر اساس یې دې ټاپو وزمې له اوکرایینه خپلواکي اعلان کړه؛ غیر قانوني وه او د اوکرایین پر اساسي قانون یې تیری کړی دی.
XS
SM
MD
LG