د افغانستان د انتخاباتو د رسنیو کمېسیون وايي، یو شمېر رسنۍ د دوی د اعلان شویو اصولو پرخلاف د کاندیدانو په ګټه یو طرفه خپرونې کوي.
دې کمیسیون په خپل درې اونیز راپور کې ویلي، چې د راه فراد راډیو ټلویزون، ایینه او دعوت هغه ټلویزونه هر یو د یوه یوه کاندید په ګټه کار کوي.
د افغانستان د انتخاباتو د رسنیو کمېسیون وايي، چې په کابل کې یو شمېر رسنۍ د انتخاباتو په اړه قومي او ژبنیو مسایلو ته لمن وهي.
د دې کمیسیون چارواکو دا رسنۍ په ګوټه نه کړي، خو د ځینو نورو رسنیو نومونه یې په ډاګه کړل، چې د دوی په وینا هریو یې د جمهوري ریاست د یوه کاندید په ګټه تبلیغات کوي.
د رسنیو د کمیسیون یوه غړي عبدالوکیل نایبي، چې د دې کمیسیون د دریو اونیو د څارنې راپور یې وړاندې کاوه په دې اړه وویل:
″ځینو خصوصي رسنیو قانوني مقررات نه مراعتول . یو شمېر رسنیو لکه د راه فردا، اینه، دعوت په جوزجان کې د باتور او په جلال اباد کې د شرق په نوم راډیو ګانو او تلویزیونو په خپلو پروګرامونو او خبرونو کې د ځانګړو کاندیدانو لپاره کار کړی دی او ځیني نور بیا په کمه اندازه تبعیض ښکاره کړی ده.
دغه رسنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هغو کاندیدانو سره اړیکې لري.″
د انتخاباتو د رسنیو کمیسیون له مخکې له رسنیو غوښتي و، چې د انتخاباتو په اړه د قومي او ژبنیو تعصبونو د خپریدو مخه ونیسي.
دوی له رسنیو همدا راز غوښتي و، چې ټولو کاندیدانو ته د هغوی د کمپاینونو د خپریدو لپاره یو رنګ وخت ورکړي.خو په دې اړه په سرغړونو تورن شوي تلویزیونه اکثره حزبي او شخصي دي.
راه فردا تلویزون د محمد محقق دی، چې د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله دویم مرستیال دی.
ایینه تلویزیون د جنرال عبدالرشید دوستم دی، چې اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال دی او دعوت تلویزیون د یوه بل کاندید عبدالرب رسول سیاف دی.
د انتخاباتو د رسینو کمېسیون د لومړنیو درې اونیو رپوټ ښيې، چې په عمومي ډول رسنیو خپل زیات خبرې پوښښ او اعلانات د جمهوري ریاست انتخاباتو ته وقف کړی.
په عین وخت کې د راه فراد راډیو ټلویزون مسوول الهام نبي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو د کمیسیون راپور رد کړ.
ښاغلی نبي وايي، راډیو ټلویزون یې د ملي ګټو په پام کې نیولو تر دې دمه خپرونې کړي:
″هغه څه چې د انتخاباتو د رسنیو کمیسیون یې بیانوي ردوو موږ داسې کوم مطلب یا بل څه نه دي خپاره کړي، چې د قومونو او افغان وروڼو ترمنځ د تبعیض سبب شي او د راه فردا راډیو تلویزیون کوښښ همدا ده چې همیشه د خلکو ګټو لپاره کار وکړي.″
د انتخاباتو د رسنیو کمېسیون له ټولو رسنیو څخه وغوښتل، چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د خبرې پوښښ په اړه دوی ته خپل یو میاشتنې راپور وړاندی کړي.
کمېسیون زیاتوي که چېرې رسنۍ د یوه مشخص کاندید په ګټه له خپرونو او پروګرامونو څخه ډډه ونکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
راپور: مرضیه احمدزۍ