د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

هامونډ: په افغانستان کې د بریتانیا له دوو اډو پرته نورې ټولې تړل شوي


بریتانیا وايي، له دوو پوځي اډو پرته یې په افغانستان کې د ځواکونو نورې ټولې اډې تړل شوي دي.

د بریتانیا د دفاع وزیر فلیپ هامونډ وویل، چې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د پوځي اډو افغان ځواکونو ته سپارل د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو لوړیدل په ګوته کوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې ځواکونو یې په هلمند کې له دوو پوځي اډو پرته نورې ټولې پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلي.

دا دوه اډې چې پاتې دي یوه د کمپ باسشن او بله یې د ابزرویشن پوست ستیر ګا دوه ده.

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، دا د بریتانیا د پلان یوه برخه ده چې غواړي د روان میلادي کال ترپایه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د راپور له مخې د جګړې په اوج کې بریتانیا په سیمه کې یو سلو اوه دیرش پوځي اډې درلودلې.

د بریتانیا د دفاع وزیر فلیپ هاموند وویل، چې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د پوځي اډو تړل کیدل او افغان ځواکونو ته یې سپارل هغه پرمختګ په ګوته کوي چې بریتانوي ځواکونو په دې هېواد د امن او ثبات لپاره ترلاسه کړ.

هاموند همدا راز وویل، چې دا مساله د افغان ځواکونو د ظرفیتونو د لوړیدو څرګندويي هم کوي.

د راپورونو له مخې د بریتانیا د دفاع وزیر ژمنه وکړه، چې له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو له وتلو وروسته به هم دغه هېواد د افغانستان له خلکوسره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له افغانستانه د ځینو نورو هېوادونو د پوځونو وتل هم جریان لري.

څو اونۍ مخکې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وویل، چې په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شمېر له شپیتو زرو کم شوی دی.

یو وخت د دې ځواکونو شمېر یو لکو څلویښت زره و.

د جوزف ډنفورډ په وینا په افغانستان کې یو وخت د دې ځواکونو د پوځي اډو شمېراتو سوو ته رسیده چې اوس له پنځوسو هم کم شوي دي.

ټاکل شوې د روان میلادي کال ترپایه له افغانستان څخه ټول محارب بهرني ځواکونه ووځي.

خو که له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شي نو ښايي له هغې وروسته هم له لسو زرو تر دولسو زرو بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
XS
SM
MD
LG