د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

افغان ځواکونو د انتخاباتو د امنیت لپاره خپل پوځي عملیات چټک کړي


افغان وسله والو ځواکونو د انتخاباتو د ورځې له نژدې کېدو سره په ټول هېواد کې پوځي عملیات چټک کړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د عقاب په نوم له کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت له ریاست سره دا ګډ پوځي عملیات د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې روان دي او ښه نتایج لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د وري د شپاړسمې د انتخاباتو د امنیت د ټينګولو لپاره یې پوځي عملیات چټک کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي، د عقاب په نوم د دې پوځي عملیاتو هدف چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې پیل شوي، په ځینو هغو سیمو کې چې ښايي وسله وال مخالفین حملې پکې وکړي، د ګواښ کمول دي.

ښاغلی وزیری همدا راز وايي، په هغه غونډه کې چې پرون د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د استازو په ګډون په دفاع وزارت کې جوړه شوې وه هغه سیمې او ولایتونه په ګوته شول چې د وسله والو مخالفینو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاته کړه، چې په غونډه کې د دې ګواښونو د مخنیوي په مقصد تدابیر ونیول شول څو په دې سیمو کې انتخاباتي حوزې پرانیستې وي او خلکو ته د رایي ورکولو امن چاپېریال چمتو شي.

دولت وزیري له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې همداراز وویل چې د عقاب عملیات تردې دمه په کونړونو، نورستان، هلمند، پکتیکا او پکتیا کې ترسره شوي دي. ښاغلی وزیری وايي د دې عملیاتو نتایج ښه وو او په دې ولایتونو کې یې د انتخاباتي حوزو چاپېریال خوندي کړی دی.

د چارشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دامنیتي کمیسیون مشر په هېواد کې د خپلسرو وسله والو پر فعالیت اندېښنه څرګنده کړه.

جنرال محمدسالم احساس له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا وسله والې ډلې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې چې د وري په ۱۶مه نېټه په پام کې دي یو ستر ګواښ دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هېواد له امنیتي ځواکونو غوښتي چې په ټول هېواد کې د رای ورکولو د څه باندې اوه زره مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

ددفاع وزارت مرستیال ویاند وايي د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو د امنیت ټینګولو په مقصد د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست د انتخاباتو له مسوولو ادارو سره بشپړه همغري لري.
XS
SM
MD
LG