د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

امین ارسلا: افغانستان به د سیمې اقتصادي مرکز کړو


د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند هدایت امین ارسلا په پلوی غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې،چې په سلګونو خلکو په کې ګډون کړی و،خپله هدایت امین ارسلا او دواړو معاونینو په کې برخه اخیستې وه.

ارسلا د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، هڅه به وکړي،چې افغانستان د سیمې اقتصادي مرکز وګرځوي:

"د افغانستان پنځوس سلنه خلک فقر ځپلي دي،د فقر ختمیدو لپاره لارې شته،موږ باید له شته امکاناتو نه استفاده وکړو،چې افغانستان د سیمې په کچه یو اقتصادي مرکز شي"

د هدایت امين ارسلا دویمې مرستیالې صفیې صدیقي له ټولو ګډونوالو وغوښتل،چې په راتلونکو ټاکنو کې د دوی له ټیم څخه خپل ملاتړ وکړي:

" دلته هوايي دګر ته اړتیا ده،چې باید جوړ شي،دلته د بهسود پل،رغول مهم دي تاسو سره خو وعدې ډيرې وشوې،ولې یوه هم عملي جامه وانغوستله، خو زموږ وعدې به عملی کیږي"

د ویلو ده،چې په ننګرهار کې د هدایت امین ارسلا په پلوی دا لومړنۍ ستره غونډه ده،چې په سلګونو خلکو په کې برخه اخیستې وه.

له دې وړاندې له ډاکټر اشرف غني احمدزی او استاد عبدالرب رسول سیاف پرته نورو ټولو نوماندانو د خپل کمپایني هلو ځلو په لړ کې ننګرهار ته راغلي وو او په ملاتړ يې لويې غونډې هم جوړې شوې وې.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG