د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

ولسي جرګې نن د خپل اداري پلاوي دوه غړي وټاکل


د افغانستان ولسي جرګې نن د خپل اداري پلاوي دوه غړي وټاکل، خو د دوو نورو غړیو په ټاکل کېدو بریالۍ نه شوه.

د ولسي جرګې د نن ورځې په انتخاباتو کې صالح محمد سلجوقي د دویم مرستیال او عرفاان الله عرفان د ولسي جرګې د دویم منشي په توګه وټاکل شول.

د ولسي جرګې د څلورم تقنیني کال شپاړسمه دوره تر یوې نیمې میاشتې رختصیو وورسته، د شنبې په ورځ د ولسمشرحامد کرزي له خوا پرانیستل شوه.

دې جرګې په خپله دوهمه ورځ د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات وکړل.

د یکشنبې د روځې په انتخاباتو کې ۲۰۱وکیلان حاضر او پنځه څلویښت نور غیر حاضر و.

وړونکی کاندید باید یو سلو یوه رایې خپلې کړې وای.

د جرګې د دویمې مرستیالۍ څوکۍ ته صالح محمد سلجوقي او نعمت الله غفاري ځانونه کاندید کړي وو. خو د ښاغلي سلجوقې رایې ترې زیاتې شوې او د جرګې رییس عبدالریوف ابراهیمي ګټوونکی اعلان کړ:

″د ولسي جرګې د دویم مرستیالۍ لپاره کاندید محترم محمد صالح سلجوقي یوسل پنځه موافقې رایې ګټلې دي د کامیابي په خاطر مبارکي ورته وایو.″

عرفان الله عرفان، چې د دوهم منشي پوست لپاره یواځینی کاندید و، په علني رایې سره په غوڅ اکثریت یادې څوکۍ ته بریالۍ شو.

د ولسي جرګې د لومړي مرستیالي د پوست لپاره میرویس یاسیني او ظاهر قدیر او انجینیر سیداکرام او عبدالقادر قلاتوال د لومړي منشي څوکۍ ته ځانونه کاندید کړي و.

له دوی نه یوه هم له نیمايي زیاتې رایې ونه ګټلې او په دې توګه یې انتخابات بې نتیجې پاتې شول.

ظاهر قدیر ۸۲ رایې او میرویس یاسیني ۶۵ رایې خپلې کړې.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، چې سبا ته به یادو پوستونو ته له سره انتخابات کیږي:

″محترمو وکیلانو موږ د ولسي جرګې لومړي مرستیال او منشي په خاطر په لومړي درو انتخاباتو کې یواځې دوه دوه کاندیدان درلودل، له بده مرغه هیڅ یوه یې هم پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړای شوې. نو موږ په دوهم دور رایې ګیري هم وکړو.″

په همدې ورځ ښاغلي ابراهیمي اعلان وکړ، هر وکیل کولای شي یادو پوستونو ته ځانونه کاندید کړي، چې تر دې دمه یواځې عبدالرحیم ایوبي د لومړي مرستیالۍ لپاره ځان کاندید کړ.

د ولسي جرګې د داخلي اصولو او قوانینو له مخې هغه څوک چې په لومړي دور کې بریالی نه شي، دوهم ځل نه شي کولای ځان کاندید کړي.

دا جرګه له رییس پرته چې د پنځو کلونو لپاره وي، د اداري پلاوي نورکسان هر کال ټاکي.


راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG