د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

"بهرني هېوادونه دې د افغانستان په ټاکنوکې له مداخلې ډډه وکړي"


په داسې حال کې چې ځینې کاندیدان په راتلونکو انتخاباتو کې د حکومت د لاسوهنې په اړه اندیښنې لري؛ ولسمشر حامد کرزي بهرنیو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې؛ په دغو انتخاباتو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.

ښاغلي کرزي وویل چې، دوی به په ټوله معنی هڅه وکړي چې؛ دا انتخابات ازاد، شفاف او په امنیت کې وشي.

خو هغه وویل، ځینې هغوهیوادونو ته چې د نورو هیوادونو په انتخاباتو کې د لاسوهنې عادت لري په دې اړه خبرداری ورکوي، چې د افغانستان په انتخاباتو کې دې لاسوهنه نه کوي:

"غواړم بهرنیانو ته خپل پیغام څو ځلې تکرار کړم چې د هیواد راتلونکی ولسمشر باید د افغانستان د خلکو د نظر د ازادانه څرګندونې په نتیجه کې وټاکل شي، له همدې امله ټولو هغو هیوادونو ته چې د نورو هیوادونو په انتخاباتو کې د مداخلې عادت او تمایل لري، خبرداری ورکوم چې، د افغانستان په انتخاباتو کې دې له هر ډول مداخلې نه ډډه وکړي، دا به یې په خیر وي."

ښاغلي کرزي د کوم هیواد نوم وانه خیست چې؛ د ده په وینا د نورو په انتخاباتو کې د لاسوهنې عادت لري.

خو هغه پخوا تردې په بیا بیا انتقاد کړی چې د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ځینو امریکايي چارواکو د نوموړي د کامیابۍ د مخنیوي هڅې کړې وې.

امریکايي چارواکو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو پلویان دي او په ترسره کیدو کې به یې مرسته وکړي.

ملي شورا ته د وینا په وخت کې چې کله ولسمشر بهرنیانو ته خبرداری ورکړ؛ د تالار له منځه څو تنو وکیلانو غږ پورته کړ چې؛ حکومت هم باید مداخله ونه کړي.

ولسمشر وویل، چې په حکومت کې خو اکثره کاندیدان خپل کسان لري.

ښاغلي کرزي د جمهوري ریاست له کاندیدانو مننه وکړه چې؛ تراوسه پورې یې په خپلو کمپاینونو کې ملي یووالی په پام کې نیولی دی.

بلخوا ځینې وکیلان وايي، چې ولسمشر په انتخاباتو کې د احتمالي لاسوهنې له امله بهرنیانو ته خبرداری ورکړ؛ خو د جمهوري ریاست د نه لاسوهنې په اړه یې ډاډ ورنه کړ.

تر دې مخکې د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو هم اندیښنه ښودلې وه چې؛ جمهوري ریاست د یوه کاندید په ګټه ځینې هڅې پیل کړي دي.

خو دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې افغان حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تل ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به هیچا ته د لاسوهنې حق ور نه کړي.
XS
SM
MD
LG