د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۵

د بغلان خلک د افغانستان له راتلونکي ولسمشره څه غواړي؟


د ازادي راډیو د بغلان خبریال د دې ولایت په څوارلس ولسوالیو کې له سلو تنو سره خبرې کړې او له خلکو یې همدا پوښتنه کړې ده .

د دې غیر رسمي نظر پوښتنې پينځوس ګډونکونکو چې راتلونکی ولسمشر باید ښه امنیت ټينګ کړي.

د بغلان یوې اوسیدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی، د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

زه به د دې لپاره به راییه ورکوم چې امنیت ښه شي، زموږ د کوچنیانو او د وطن برخه ښه شي او دا جګړه او ورو وژنه ختمه شي“

د بغلان یوه بل اوسیدونکي ویلي:

”زه له راتلونکی ولسمشره غواړم چې امنیت راته ټينګ کړی ځکه د امنیت له ټینګیدو سره به زموږ ژوند ښه شي، ټول کارونه به له امنیت سره ښه شي“

په نظر پوښتنه کې شلو ګډونکونکو چې د ازادي راډيو خبریال ورسره ږغیدلی ، ویلي چې راتلونکی ولسمشر باید اقتصادي ودې ته پام وکړي.

یوتن وايي:

موږ سرکونو ته اړتیا لرو، ابادي ته اړتیا لرو. نوی ولسمشر باید ولس ته خدمت وکړي. نوی ولسمشر باید وطن راته جوړ کړي“

په بغلان کې د باختر خبري اژآنس مدیر غلام علي المي د هغوشلو تنو په ډله کې وو چې وايي، نوی ولسمشر باید د اداري فساد په وړاندې مبارزه وکړي.
المي :

موږ له راتلونکی ولسمشره غواړو چې د اداري فساد له منځه وړلو ته زیات پام وکړي تر څو په بغلان کې د بیا رغونې پروژو ته زمینه برابره شي“

په بغلان کې د ازادي راډيو د خبریال په دې نظر پوښتنه کې له سلو تنو ګډونکونکو څخه لسو ویلي چې نوی ولسمشر باید خلکو ته کارونه پيدا کړي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د حمل په شپاړسمه کیږي. د جمهوري ریاست لپاره لس تنه کاندید دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په وینا ، په افغانستان کې دولس ملیونه وګړي د راییو ورکولو په شرایطو برابر دي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسون وايي چې د انتخاباتو په ورځ به شپږ زره د راییو مرکزونه پرانیستي وي تر څو خلک د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي.
XS
SM
MD
LG